1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکيه کي د پوځي «کودتا هڅه ناکامه سوه»

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ تیر ۲۶, شنبه

په ترکيه کي د پوځي کودتا په هڅه کي په لسهاؤ انسانان وژل سوي دي. د ترکيې حکومت وايي چي وضعه يې تر کنټرول لاندي راوستلې او دا چي رجب طيب اردوغان د ولسمشر ټول واک په لاس کي لري.

https://p.dw.com/p/1JPvr
کودتا کوونکي عسکر د په غوسه خلکو څخه د تېښتي په حال کي
کودتا کوونکي عسکر د په غوسه خلکو څخه د تېښتي په حال کيانځور: Reuters/M.Sezer

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي چي د پوځي کودتا هڅه کوونکي به « بريالي نه سي». په عيني حال کي خبري آژانسونو خبرونه ورکړي چي د ترکيې لوی درستيز چي د کودتا د هڅې په ترڅ کي نيول سوی ؤ، اوس بېرته خوشي کړل سوی دی. راپورونو پر اساس د ترکيې د استخباراتو رئيس هم خوندي دی.

د ترکيې د پوځ بعضو برخو هڅه وکړه چي د ولسمشر رجب طيپ اردوغان پر ضد کودتا وکړي. د جمعې په ماخستن د ترکيې پوځ وويل چي په هيواد کي يې د واک چاري په لاس کي اخيستي دي. خو د ترکیې حکومت اعلان کړی چي د کودتا هڅه يې ناکامه کړې او پای ته رسولې ده. د جمعې په ماخستن د ترکيې د پوځ په استازيتوب داسي اعلان سوی ؤ چي په هيواد کي پوځ واک په لاس کي اخيستی او دا چي د جنګ قانون نافظ کړل سوی دی. کودتا کوونکو د استانبول هوايي ډګر په ټانکونو بند کړی او لوی پلونه يې د ترافيک پر مخ تړلي ول.

«۶۰ انسانان وژل سوي»

د ترکيې د عدلي چارو د وزارت په وينا د پوځي کودتا په دغه هڅه کي تقريبا ۶۰ انسانان وژل سوي او تقريبا ۱۵۶۳ هغه نظامي کسان چي په کودتا کي يې برخه اخيستې وه، نيول سوي دي. خو په استانبول او انقره کي وضعه اوس هم غېر شفافه ده. د خبرونو له مخي د کودتا کوونکو پوځيانو او د پوليسو تر منځ د وسله والو نښتو په ترڅ کي ياده مرګ ژوبله رامنځ ته سوې ده.

د ترکيې حکومت اټکل کوي چي د پوځ له بعضو برخو له خوا د کودتا د دغې هڅې تر شا د فتيح الله ګيول لاس دی. ګيول د زيات وخت راهيسي په امريکا کي اوسيږي او يو امريکايي تلويزيون ته د وينا پر وخت يې ويلي چي په کودتا کي لاس نه لري او دا چي د کودتا دغه هڅه غندي.

د ترکيې لومړي وزير بن علي يلدريم د جمعې په ماخستن وويل چي «دا يوه احمقانه هڅه» ده او دا چي « د دغې هڅې برخليک به ناکامي وي.» يلدريم ويلي چي د کودتا د هڅې څخه څو ساعته وروسته اوس «وضعه د حکومت تر کنټرول لاندي ده.»«کودتا ناکامه سوې»

يلدريم د NTV تلويزيوني کانال سره د مرکې پر وخت خوشبيني وښوده. د ترکيې د استخباراتي ادارې MIT وياند د CNN ترکي ژبي څانګي ته ويلي چي «د کودتا هڅه ناکامه کړل سوې ده.»

ترکي ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي چي د کودتا د دغې هڅې وروسته به د ترکيې پوځ دننه «پاکي» وکړي. نوموړي د کودتا هڅه يوه «غداري» وبلله. د دې څخه تر مخه د نيمي شپې څخه وروسته اردوغان د استانبول و اتا ترک هوايي ډګر ته د رسېدو وروسته د سلهاؤ انسانانو له خوا به ولوله ستايل سوی او ورته ښه راغلاست ويل سوي ول.

غبرګونونه

د ترکيې په لويو ښارونو کي په زرهاؤ انسانانو د جمعې په ماخستن لا د پوځي کودتا د هڅې کوونکو پر ضد مظاهرې پېل کړې. احتجاج کوونکو د بېلګي په توګه د استانبول و هوايي ډګر ته نژدې راغلي ټانکونو پر ضد سخت شعارونه ورکړل. بعضي داسي انځورونه خپاره سوي چي پکښي ښودل کيږي چي په غوسه خلک د تېښتي په حال کي د کودتا کوونکو په وړاندي وهل ټکول کوي.

اردوغان د جنرال هولوسي اکر سره
اردوغان د جنرال هولوسي اکر سرهانځور: Reuters/U.Bektas

ترکي وګړو د ترکيې څخه دباندي هم د کودتا د هڅې پر ضد احتجاج وکړ. په دې ترڅ کي په برلين کي د ترکيې د سفارت د ودانۍ مخي ته هم په سلهاؤ ترکان راټول سوي ول او شعارونه يې ورکول.

په ترکيه کي د کودتا د هڅې وروسته دغه عمل په نړيواله توګه غندل سوی دی. په دې ترڅ کي د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو مسؤلي فېدريکا موغېريني پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چي بايد ډيموکراټيکو ادارو درناوی وسي.

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر باراک اوباما د لانجې پر دواړو اړخونو ږغ کړی چي له تاوتريخوالي او د وينه تويونې څخه دي ډه ډه وکړي. د ناټو سرمنشي ينس شتولتنبېرګ هم د ډيموکراټيکو جوړښتونو د «احترام» غوښتنه کړې ده.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف په ماسکو کي د خپل امريکايي سيال جان کيري سره د ملاقات پر وخت وويل چي «د ويني توينې څخه بايد ډه ډه وسي او ټولي ستونزي بايد چي د اساسي قانون په چوکاټ کي حل کړل سي.»

د آلمان د حکومت وياند شټېفن زايبرټ په خپله ټويټر پاڼه کي ليکلي چي «په ترکيه کي بايد د ډيموکراسۍ احترام وي. د انسانانو د ژوند ساتلو له پاره بايد ټول اقدامات وسي.»