1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په ترکيه کي يوه پوليس د روسيې سفير ترور کړ

۱۳۹۵ آذر ۲۹, دوشنبه

په انقره کي د روسيې سفير اندري کارلوف د يوه ترکي پوليس له خوا ووژل سو. د راپورونو له مخي د دغه ترور موخه په سوريه کي د روسيې د فعاليت غچ اخيستنه ښول سوې ده.

https://p.dw.com/p/2UZP0
Türkei Andrei Karlov
انځور: picture alliance/AA/A. Balikci

په انقره کي د روسيې سفير اندري کارلوف، د دوشنبې په ورځ د انځورونو په يوه نندارتون کي د وينا پرمهال تر وسله وال بريد لاندي راغلی او ووژل سو.

د اسوشېتد پريس خبري آژانس د يوه عکاس د راپور له مخي چي خپله ئې په دغه نندارتون کي حضور لاره ويلي دي، چي يوه کس چي دريشي ئې اغوستي او نېکټايي ئې تړلې وه د «الله اکبر» په ويلو سره د روسيې پر سفير اته ډزه وکړل.

هغه دغه شان په روسي هم څو خبري کړي او د نندارتون څو انځورونه ئې هم څرلي دي. د ترکيې د رسنيو د معلوماتو له مخي يرغل کوونکی ۲۲ کلن وو. د هغه مور او خور هم د ترکيې پوليسو نيولي دي.

يوه عيني شاهد ويلي دي چي يرغل کوونکي د «حلب» او «غچ» اخيسلتو نارې هم وهلې. د «حريت» ورځپاڼي د يوه خبريال په خبره يرغل کوونکي په لومړي سرکي هوايي ډزونه وکړل چي خلکو يوې او بلي خوا ته سره وځغاستل او وروسته ئې د روسيې پر سفير فايرونه وکړل.

په دغه نندارتون کي ځينو حاضرو خبريالانو ويلي دي چي يرغل کوونکي دوی ته وويل چي ژر تر ژره له نندارتونه ووځي، ځکه نه غواړي چي نورو خلکو ته تاوان ورسیږي.

Türkei Anschlag auf russischen Botschafter
يرغل کوونکیانځور: picture alliance/dpa/O. Ozbilici

د ترکيې «سي ان ان ترک» تلويزيوني شبکې خبر ورکړی دئ چي يرغل کوونکی پوليسو وژلی دئ. د رويترز خبري آژانس د راپور له مخي قاتل يو پوليس وو. د انقرې ښاروال ملي گوکچگ، د تويتر له لاري دغه خبر تائيد کړی دئ.

پتېيل سوې وه چي د ډسمبر مياشتي پر ۲۰ نېټه به د روسيې، ترکيې او ايران د بهرنيو چارو وزيران د سوريې په اړه خبرو ته سره کښېني. رويترز خبري آژانس د روسيې پارلمان د يوه استازي په حواله ويلي دي چي دغه غونډه به جوړه سي.

په ترکيه کي د روسيې سفير د ترور پېښه نړيوالو سخته غندلې ده. د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري ويلي دي چي هيواد ئې تيار دئ د دغي پيښي په اړه له روسيې او ترکيې سره همکاري وکړي.