1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکيه کي چاودني سخته مرگ ژوبله روسلې

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ تیر ۲۹, دوشنبه

د سوريې کوباني ښار ته نزدې د ترکيې په سرحدي ښار سوروچ کي چاودني تر ۲۷ زيات انسانان وژلي او تر ۱۰۰ زيات نور ئې ټپيان کړي دي. ويل کيږي چي دا يو ځانمرگی بريد وو. د پيښي پړه تر اوسه پوري چا نه ده منلې.

https://p.dw.com/p/1G1Zu
انځور: picture-alliance/AA/R. Maltas

د ترکيې په جنوب ختيځ سوروچ ښار په يوه فرهنگي مرکز کي د يوې غونډي پرمهال چاودني سخته مرگ ژوبله اړولې ده. ترکي چارواکو ويلي دي چي امکان لري يوه ځانمرگي بريد کوونکي له چاودېدونکو موادو ډک موټر چولی وي. په اړه ئې څېړني رواني دي.

د ترکيې د کورنيو چارو وزارت ويلي دي: «د لومړيو راپورونو له مخي په پيښه کي ۲۷ کسان وژل سوي او تر ۱۰۰ زيات ټپيان سوي دي. د وژل سوو کسانو شمېر کيدای سي نور هم لوړ سي.»

سوروچ ښار د سوريې د کوباني ښار په لس کيلومترۍ کي پروت دئ. د دغه ښار ډېر اوسېدونکي کردان دي او ډېری ئې د سوريې له جگړې څخه تښتېدلي وگړي دي.

سوروچ ښار د سوريې د کوباني ښار په لس کيلومترۍ کي دئ
سوروچ ښار د سوريې د کوباني ښار په لس کيلومترۍ کي دئانځور: DW

په کوباني کي د کردانو او افراطي ډلي «اسلامي دولت» ترمنځ جگړه روانه ده. د روان کال د جنورۍ مياشتي په پای کي کردانو دغه ښار تر مياشتو جگړو وروسته له افراطيانو څخه آزاد کړ.

په سوريه کي د کورنۍ جگړې له پيل راهيسي د ترکيې پر سرحدي ښارونو باندي څو واري توغندی توغول سوي دي.