1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکیه کې مخکښ کردي سیاستوال نیول شوي

۱۳۹۵ آبان ۱۴, جمعه

په ترکیه کې د کردي پلوه گوند اچ ډي پي، مشران دیمیرتاس او یوکسک داغ د یوه «ترهگرۍ ضد اقدام» په چوکاټ کې نیول شوي دي. تر دې څو ساعته وروسته په کرد مېشته ښار دیارباکر کې یوه چاودنه شوې ده.

https://p.dw.com/p/2S861
Türkei | Verhaftung der beiden Vorsitzenden der prokurdischen Partei HDP - Archivbilder-
انځور: picture-alliance/abaca

د کردي پلوه اچ ډي پي گوند (د خلکو دیموکراتیک گوند) مشران صلاح الدین دیمیرتاس او میرمن فیگن یوکسک داغ، د ترهگرۍ په هکله د تحقیقاتو په ترڅ کې نیول شوي دي. دغه خبر د ترکیې دولتي تلویزون ټي آر ټي او آنادولو خبري آژانس ورکړی دی. زیاته شوې ده چې پر هغوی باندې د ترهگریز پروپاگند، تور لگول شوی دی.

د اپوزیسیون دغه دواړه سیاستوال د اچ ډي پي گوند د نورو ډیرو پارلماني استازو په ډله کې دي چې په تیره می میاشت کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په لمسون هغه له مصونیت څخه بې برخې شول. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې دیمیرتاس په دیارباکر کې او میرمن یوکسک داغ په پلازمېنه انقره کې نیول شوي دي.

د دیمیرتاس او یوکسک داغ پر ضد له اوږدې مودې راهیسې «د ترهگریز پروپاگند او د یوه وسلوال ترهگر سازمان د غړیتوب» په شک پلټني کیدې. د ترکیې حکومت کیڼ اړخه لبرال گوند اچ ډي پي، د منع شوي کردي کارگر گوند (پي کې کې) د ملاتړي گوند په توگه یادوي، خو اچ ډي پي بیا دغه تورونه ردوي. په تیره اوونۍ کې د ترکیې یوې محکمې د اچ ډي پي مرستیالې مشرې یوکسک داغ باندې کوم بهرني هیواد ته د سفر کولو بندیز لگولی وو.

تر نیول کیدو لږ مخکي دیمیرتاس د ټولنیزي شبکې ټویټر په خپل پیغام کې لیکلي وو چې په دیار باکر کې د ده د کور مخې ته پولیس ورغلي، څو د نیولو امر پر ځای کړي.

د اچ ډي پي گوند نور سیاستوال هم پولیسو نیولي

د سي ان ان ترک، د تلویزوني چېنل د رپوټ له مخې د پولیسو د تالاشیو په ترڅ کې د اچ ډي پي گوند نور اووه تنه پارلماني استازي نیول شوي دي. زیاته شوې ده چې د ځیني نورو استازو د نیولو امرونه هم شوي، چې لا تطبیق شوي نه دي. په تیرو اوونیو کې د ترکیې حکومت لا تر مخه د کرد مېشته ولایتونو په ډیر شمیر ناحیو کې د ترهگرۍ د ملاتړ په تور د ښاروالانو په ځای سرپرست اداري چارواکي گومارلي دي.

دیمیرتاس ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د یوه مهم سیال په سترگه کتل کیږي. د اچ ډي پي گوند دغه مشر د خپلواکمنه کردي سیمو غوښتنه کوي. اردوغان له دې کبله په تیرو وختونو کې څو واري پر هغه باندې د «خیانت» تور لگولی وو.

په دیار باکر کې چاودنې ۲۰ تنه ټپیان کړي

د اچ ډي پي، د سیاستوالو تر نیولو یوازي څو ساعته وروسته په سویل ختیځ کې پروت په کرد میشته ښار دیار باکر کې د پولیسو یوې ودانۍ مخې ته چاودنه شوې. په چاودنه کې د شا او خوا ۲۰ تنو د ټپي کیدو رپوټ ورکړل شوی دی. د چاودنې علت لا معلوم نه دی او څیړنې ادامه لري.

د ترکیې سویل ختیځ کې چې زیاتره اوسیدونکي یې کردان دي، د ۲۰۱۵م کال په جولای میاشت کې د پې کې کې او د ترکیې د پوځ تر منځ د یوه اوربند تر ختمیدو وروسته کراري نه تر سترگو کیږي. له دغه نیټې راهیسې د ترکیې د امنیتي ځواکونو ۶۰۰ او د پي کې کې ۷۰۰ جنگیالي وژل شوي دي.

نور مطالب: