1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکیې کې د نزدې ۱۳۰۰۰ پولیسو دندې ځنډول شوي

۱۳۹۵ مهر ۱۳, سه‌شنبه

په ترکیې کې د نزدې ۱۳۰۰۰ پولیس دندې ځنډول شوې دي. ترکي حکومت دغه اقدام د ناکامه کودتا تر هڅې وروسته د رامنځ ته شوي اضطراري وضعیت تر غځولو یوه ورځ وروسته کړی دی.

https://p.dw.com/p/2Qr5K
Türkei Polizisten in in Istanbul
انځور: Getty Images/AFP/B. Kilic

د ترکیې پولیسو د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر ۴مه نېټه) د ۱۲۸۰۱ افسرانو چې ۲۵۲۳ د پولیسو قوماندانان هم په کې شامل دي، دندې ځنډولې دي. دغه کسان له فتح الله ګولن سره د اړیکه لرلو په تور چې انقره یې د روان کال د جولای د ۱۵مې نیټې د کودتا تر شا بولي، له دندو ګوښه شوي دي.

ترکیه ټول ټال ۲۷۰۰۰۰ د پولیسو افسران لري.

تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په اړه د ترکیې له ناکامې کودتا سره د اړیکه لرلو په شک څیړنې په لاره اچولې وې. حکومت همدا راز د دوشنبې په ورځ اعلان کړی وو چې په دې هیواد کې نافذ اضطراري حالت به د ۹۰ نورو ورځو له پاره وغځوي. په دې ترتیب به نو په ترکیې کې د اکتوبر میاشتې تر ۱۹مې نیټې پورې اضطراري حالت وي.

په ترکیې کې اضطراری حالت له انقرې سره مرسته کړې ده چې په پوځ، پولیسو او ملکي ادارو کې هغه کسان چې ورباندې په کودتا کې د ښکیلتیا شک وي، له دندو ګوښه کړي. په دې ترڅ کې په لس هاو زره کسان له دندو ګوښه شوي او ۳۲۰۰۰ تنه نور بیا زندانونو ته اچول شوي دي.

انقره پر امریکا میشته فتح الله ګولن باندې تور لګوي چې دغه کودتا یې رهبري کړې وه. ویل کیږي چې ګولن د ترکیې په رسنیو، پولیسو، تجارت او اقتصاد کې ډیر نفوذ لره. ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان، بیا داسې اشاره رسولې ده چې د ګولن له پلویانو څخه د ترکیې د ادارو د پاکولو په موخه ښايي په دې هیواد کې اضطراري حالت آن تر یوه کاله پورې وغځیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب