1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په ترکیې کې چاودنې دوه کسان ووژل

۱۳۹۵ آذر ۴, پنجشنبه

د ترکیې په ادانا ښار کې د والي دفتر ته نزدې چاودنه شوې چې له کبله یې دوه کسان وژل شوي. په سورېې کې پر اسلامي دولت باندې د ترکیې د بریدونو له ډیریدو سره د موټر بمونو د چاودنې پیښې هم ډیرې شوې.

https://p.dw.com/p/2TAKQ
Türkei Explosion in Adana
انځور: picture-alliance/ZumaPress

چاودنه د پنجشنبې په ورځ په ځایی وخت د سهار په ۰۸:۰۰ بجو رامنځ ته شوه. د والي له دفتر څخه بهر د لوړې چاودنې غږ اوریدل شوی دی. عیني شاهدانو ویلي دي چې د چاودنې په سیمه کې یې څو موټر د سوځیدو په حال کې لیدلي دي.

د ترکیې د کار وزیر محمد موزین اغلو، د «سي ان ان ترک» تلویزیون ته ویلي دي چې برید ښايي د کاردستان د ګارګرو ګوند له خوا ترسره شوی وي.

لا تر اوسه پورې د چاودنې د رامنځ ته کیدو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویل شوي خو د «سي ان ان ترک» تلویزیون ویلي دي چې چاودنه ښایي د یو موټر بم په واسطه چې چلوونکې یې یوه ښځه وه، رامنځ ته شوې وي.

د «سي ان ان ترک» تلویزیون یوه داسې ویدیو خپره کړې ده چې د والي د دفتر مخې ته یو موټر د اور په لمبو کې ښيي. تلویزیون روښانه کړې ده چې ډیر شمیر مرستندویه کسان د چاودنې سیمې ته رسیدلي دي.

د اروپايي ټولنې د چارو له پاره ترکي وزیر عمر سیلیک، په خپله تویتر پاڼه کې د پنجشنبې د ورځې غندلی دی. هغه لیکلي: «ملعونه ترهګرې زموږ پر خلکو بریدونو ته دوام ورکوي. موږ به د انسانیت په نوم له دې ترهګرۍ سره تر پایه پورې وجنګیږو.»

دغه ترکي وزیر روښانه کړې ده چې د ادانا له والي سره یې د تلیفون پر کرښه خبرې کړې دي.

په ترکیې کې په وروستیو وختو کې د موټر بمونو د چاودنې پیښې ډیرې شوې دي. د دغو بریدونو پړه د کاردستان د ګارګرو ګوند او د اسلامي دولت ترهګرې ډلې منلی دی.

ادانا د انجرلیک هوايي اډې ته نزدې چیرې چې د ناټو پرسونل میشت دی، پروت دی. په دې اډې کې د نورو تر څنګ آلماني سرتیری هم وخت تیروي.

یوازې په روانه اوونۍ کې ترکیې وسلوالو ځواکونو په سوریې کې د اسلامي دولت ترهګرې ډله نهه وارې تر هدف لاندې راوستې ده.