1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تعليمي نصاب کې دیني مضامین ډیریږي

۱۳۹۱ خرداد ۲۲, دوشنبه

د افغانستان د معارف وزارت وایي چې د طالبانو له لوري د زده کوونکو تر گواښولو وروسته د ټول هیواد په کچه ۵۲۸ ښوونځي تړل شوي دي چې په پایله کې ئې ۳۰۰ زره زده کوونکي له زده کړو څخه بې برخې پاتې شوي دي.

https://p.dw.com/p/15BtF
انځور: AP

په ټول افغانستان کې د ناامنیو او طالبانو له لوري د گواښونو له امله درې میلیونه ماشومان زده کړې ته لاسرسي نه لري. د دغو ماشومانو له ډلې څخه ۳۰۰ زره ئې هغه ماشومان دي چې ښوونځي ئې د طالبانو له خوا تړل شوي دي. د افغانستان د معارف وزارت د ارقامو پر اساس په روان کال کې د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې ۱۲۸۹ تنه زده کوونکي مسموم شوي دي.

د معارف د وزارت ویاند امان الله ایمان، دویچه ویله ته وویل چې په پکتیکا ولایت کې شپږ تنه زده کوونکي وژل شوي دي. خو هغه په روان کال کې د سوځول شوو ښوونځیو په اړه کوم جزئیات ور نه کړل. زیاتره ښوونځي د هلمند، کندهار او زابل په ولایتونو کې تړل شوي دي.

اصلي عاملین طالبان دي

په تیرو اونیو کې د افغانستان تخار ولایت تقریبا هره ورځ د نجونو زده کوونکو د مسمومیت شاهد وو. د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي چې په ۱۳۹۱ کال کې د ښوونځیو د زده کوونکو مسمومول د طالبانو له لوري د رواني جگړې مهم جز دئ.

د ملي امنیت د ویاند په وینا، طالبانو د الفاروق په نامه د عملیاتو په پیلولو سره په کویټه کې یوه غونډه تر سره کړه چې په هغې کې د ملا عمر او د حقاني د شبکې په مشري تصمیم ونیول شو، ځکه چې د هغه په وینا طالبان د جگړې په میدان کې نه شي کولای چې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته کوم ضرر ورسوي نو پر دې اساس ئې پریکړه وکړه چې د داسې اهدافو په تر سره کولو سره خلک وویروي.

د افغانستان د روغتیا وزیرې ثریا دلیل، د ملي امنیت ویاند لطف الله مشعل او د معارف وزارت معین صدیق پتمن، د چهارشنبې په ورځ «د ۱۳۹۱ کال د جوزا د میاشتې ۱۷مه» په یوه خبري غونډه کې د ښوونځیو د زده کوونکو د مسمومیدو په اړه جزئیات وړاندې کړي ول.

ښاغلي مشعل په خپلو خبرو کې وویل که څه هم سربیره پر دې چې طالبانو د ملا عمر په مشرۍ اعلان کړی وو چې له معارف سره مخالف نه دي، خو دغه ډله او د سیمې استخبارات د زده کوونکو د مسمومیدو اصلي عاملین دي.

د افغانستان د روغتیا وزرات وایي چې هیڅ کوم زده کوونکي د مسمومیدو له امله خپل ژوند له لاسه نه دئ ورکړی. د افغانستان د روغیتا د وزارت په وینا د دغه مسمومیدو اصلي لامل یو زهرجن گاز دئ چې په هوا کې ژر خپریږي او د مسمومیت لامل گرځي.

د افغانستان د معارف وزارت مقام پر دې ټینگار کوي چې نه شي کولای د امنیتي ځواکونو په مټ د ښوونځیو د تړل کیدو مخه ونیسي. د نوموړي وزرات ویاند امان الله ایمان، وایي: « نه موږ ځواک لرو او نه د ځواکونو په مټ ښوونځي ساتل کیدای شي.»

هغه زیاته کړه چې په وروستیو وختونو کې په غزني او زابل ولایتونو کې د خلکو په مرسته یو شمیر ښوونځي بیرته پرانیستل شوي دي. د معارف د وزارت دغه چارواکی زیاتوي چې د معارف د شوراگانو جوړول، د معارف په نظام کې د «علمای کرامو» ډیروالی او همدا شان د بانفوذه قومي مشرانو ملاتړ په لاس راوړل هغه لارې چارې دي چې د معارف وزارت د ښوونځیو د پرانیستلو له پاره ترې کار اخلي.

د افغانستان د معارف وزارت وایي چې په نصاب کې دیني مفردات زیات شوي دي چې دښمنانو ته وخت ور نه کړل شي چې له تعلیمي نصاب څخه د معارف پر ضد گټه واخلي. د نوموړي وزارت د ویاند په وینا په همدې موخه د دیني کتابونو شمیر ډیر شوی دئ او پر دې سربیره په ښوونځیو کې د دیني علماوو شمیر هم زیات شوی دئ.

د طالبانو له لوري د ښوونځیو د تړولو له پاره یوه بهانه هم د افغانستان تعلیمي نصاب دئ. طالبانو د خپل حاکمیت په دوران کې له تعلیمي نصاب څخه ساینسي مضامین راکم کړي ول او پر ځای ئې زیات دیني مضامین په نصاب کې شامل کړي ول. د معارف وزارت د ویاند په وینا د سویې د یوې ازموینې تر اخیستو وروسته به شپږ زره تنه دیني عالمان د معارف نظام ته جذب شي.

حسین سیرت/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش