1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په تلعفر کې د داعش پر مورچلو بمباري شوي

۱۳۹۶ مرداد ۲۴, سه‌شنبه

له داعش څخه د عراق د موصل ښار تر نیولو وروسته د دغه هیواد په نورو ښارونو کې د دغې ډلې د ځپلو له پاره عملیات پیل شوي دي دي. تلعفر «اسلامي دولت» یا داعش په ۲۰۱۴م کال کې نیولی وو چې په کي عراقي هوایي ځواکونو بمباري کړې ده.

https://p.dw.com/p/2iFC3
Karte Irak Tal Afar DEU
انځور: DW

د عراق پوځ د خپلو معلوماتو له مخې، اردو په هوایي بریدونو سره په شمال کې د داعش د لوی وروستي مرکز پر ضد عملیات پېل کړي دي. د عراق د دفاع وزارت یوه ویاند د الحدث تلویزوني شبکې ته ویلي دي چې جنګي جېټ الوتکو په تلعفر کې د داعش د مورچلې په نخښه کړي دي. زیاته شوې ده چې په تعقیب به یې ځمکني عملیات هم پېل شي. د عراق د السومریه، په نوم انټرنیټ پاڼې رپوټ ورکړی دی چې په تلعفر کې د درنو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.

د داعش جنګیالو له لوري پر ملکي کسانو ډزې

تلعفر شاو خوا ۴۰۰۰۰ اوسیدونکي لري او په ۲۰۱۴م کال کې د داعش تندلارې ډلې له لوري نیول شوی وو. تر هغې وروسته نوموړې ډلې په ښار کې د وحشت او ترور فضا حاکمه کړه. څه موده وړاندې په ژنیو کې د مهاجرت نړیوال سازمان شکایت کړی وو چې د داعش جګړه مار له تلعفر څخه په تښتیدونکو ملکیانو ډزې کوي.

دغه ښار د موصل لویدیځ لور ته په ۷۰ کیلومترۍ کې پروت دی. موصل د داعش پوخ سنګر ګڼل کیده چې عراقي امنیتي ځواکونو د سختې جګړې وروسته د جولای میاشتې په سر کې په بشپړه توګه ونیوه. څه د پاسه درې کاله ترمخه داعش د خپل پرمختګ پر مهال د عراق په شمال او لویدیځ کې ډیرې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې وې. د ډیرو ماتو وروسته دغه ډله اوس یوازې پر لږو سیمو کنترول لري. د عراق په ګاونډي هیواد سوریه کې هم د داعش ډله تر فشار لاندې ده.