1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تل ابیب کې د برید په تور دوه تنه نیول شوي

آژآنسونه / م. ج.۱۳۹۵ خرداد ۲۰, پنجشنبه

د تل ابیب پولیسو ویلي دي چې دوه هغه وسلوال فلسطینیان یې نیولې دي چې د دې ښار د سرونا مارکیټ په یوه رستورانت کې یې څلور اسرائیلیان وژلي وو. دا برید په تیرو اتو میاشتو کې تر ټولو خونړی دی.

https://p.dw.com/p/1J3SZ
انځور: Getty Images/AFP/J. Guez

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د چهارشنبې ورځې (د ۲۰۱۶ کال د جون ۹مه نېټه) ناوخته برید «خونړي قتلونه» بللي دي. هغه ویلي دي: «موږ د یو لږ دفاعي او تهاجمې تدابیرو د نیولو په اړه یوه غونډه وکړه چې د ډزو په واسطه د وژنو پدیدې پر وړاندې به عملي شي. دا کار موږ په یقیني توګه له ننګونو سره مخامخوي، خو موږ به یې ځواب ورکړو.»

له بلې خوا د حماس ډلې له اړخه په روژې میاشتې کې د بریدونو د ډیریدو ګواښ هم د ملګرو ملتونو له خوا غندل شوی دی.

د تل ابیب ښار د پولیسو قوماندان ویلي دي چې یو برید کوونکی ټپیي شوی وو. د دغو دوو تنو شکمنو کسانو په برید کې وژل شوی څلور اسرائیلیان لومړي په ډیر حساس روغتیایي وضعیت کې روغتون ته ولیږدول شول، خو بیا وروسته یې ساه ورکړه.

په برید کې پنځه تنه نور ټپیان شوي هم دي چې لا تر اوسه پورې یې هویت نه دی بربنډ شوی.

ویل شوي دي چې برید کوونکي دواړه د فلسطیني کورنۍ غړي وو چې د یاتا کلي پورې تړاو لري. دغه کلی د اسرائیلو له خوا غصب شویو ځمکو ته نزدې پروت دی.

حماس د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو هغه یې یو «قهرمانانه اقدام» بللی دی او په عین حال کې یې اسرائیلو ته د لا ډیرو بریدونو ګواښ کړی دی.

دغه برید د چهار شنبې په ورځ ناوخته هغه وخت رامنځ ته شو چې دوه وسلوال کسان یوه رستورانت ته ننوتل او هلته یې پر هغو کسانو باندې ډزې وکړې چې د ډوډۍ خوړو له حال کې وو.