1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تهران کي د افغانستان، پاکستان او ايران سرمشريزه غونډه پيل سوه

۱۳۸۸ خرداد ۳, یکشنبه

نن د ايران ددولت دمشر محمود احمدی نژاد په بلنه د ګاونډي هیوادونو افغانستان او پاکستان دولتي مشران تهران ته تللي تر څو په سیمه کي دتندلارو اسلامي ډلو او نشه يي توکو پر ضد د ګډي مبارزې کولو په اړه خبري وکړي...

https://p.dw.com/p/HwJH
د ايران مشر محمود احمدي نژاد د ولسمشر حامد کرزي سره د ليدني پر مهال
د ايران مشر محمود احمدي نژاد د ولسمشر حامد کرزي سره د ليدني پر مهالانځور: AP

د افغانستان او پاکستان د مشرانو، حامد کرزي او آصف علي زرداري سره په دغه سفر کي نور جګ پوړي کسان هم ملګري دي.ددغي سر مشريزي غونډي د اجندا مهم ټکي به د ترهګرۍ او د نشه يي توکود قاچاقو پر ضد دمبارزې موضعګاني وي. په تيره بيا چي د افغانستان او پاکستانه څخه د ايران د لاري اوروپا ته د نشه يي توکو قاچاق د تند لارو اسلامي ډلود عملیاتو د تمويل ستره منبع بلل کیږي.

دغه سر مشريزه غونډه په داسي یو وخت کي جوړيږي، چي پرون د افغانستان په جنوبي سیمو کي چيرته چي طالبان ډير پیاوړي دي، د نشه يي موادو دتوليدي مرکزونو پر ضد پراخ پوځي عملیات سرته رسیدلي او هسي چي ادعا شوې، بايد 60 کسه ګوماني اورپکي ددغه عملیاتو په بهير کي وژل شوي هم وي.

ددغي سر مشريزي غونډي په پيل کي د ايران ددولت مشر احمدي نژاد وايي، چي نن ورځ درې واړه ملتونه د نشه يي توکو د توليد او قاچاق له امله له ډيرو ستونزو او فشارونو سره مخامخ دي. بیا احمدي نژاد داخبره هم کوي چي دغه سیمه دنورو ربرړو او لانجو سره هم لاس او ګرويوان ده، چي هغه د پردیو یرغل او د تند لارو لانجه بلل کیږي او پر موږ باندي ددوی فشارونه له دې امله د نه زغملو وړدي چي دوی نه له موږ سره څه کلتوري ګډ علايق لري او نه دګاونډیتوب کوم علایق. دغي سیمي ته بهرني وسله وال ځواکونه راغلي او واي چي دلته موږ دسولي او ثبات دتامين د پاره راغلي یو خو دوی پخپل دې کار کي تر اوسه هيڅ بريالي نه دي. مثلا هغه وسله وال اتلافي ځواکونه کوم چي د امریکا د متحده ايالاتو تر قومانداني لاندي په افغانستان کي ځاي پر ځای دي.

درو سرو هيوادنو په اقتصادي، ترانسپورټي او کرهڼيز چارو کي د ګډ کار کولو غوښتنه هم کړې ده
درو سرو هيوادنو په اقتصادي، ترانسپورټي او کرهڼيز چارو کي د ګډ کار کولو غوښتنه هم کړې دهانځور: AP

خود افغانستان د بهرنيو چارو وزير پرون ددغي غونډي د ماهیت په اړوند وويل،چي دغونډي موخه داده چي دغه درې ګاونډي هیوادونه د خپل منځي مسايلو په برخه کي په لوړه سويه سر سلا مشورې وکړي. او زه دلته داخبره هم دیادوني وړ بولم چي درې ګاونډي هیوادونه به د تند لارو د تروريستانو او د مخدره توکو پر ضد،چي نه د اسلامي عقايدو او اخلاقو سره څه تړاو لري او نه زموږ دکلتور او دود سره په کلکه سره په ګډه مبارزه وکړي.

سر بیره پر دې درې واړه ګاونډي هیوادونه غواړي چي په راتلونکي کي د کرهڼي دچارو، سوداګري ، ترانسپورت ، روغتيايي او انرژي په برخه کي هم سره نژدې ګډ کار وکړي.

د پاکستان، ايران او افغانستان دولتي مشرانو زرداري، احمدي نژاد او کرزي څه کم درې میاشتي دمخه هم په تهران کي د نورو ګاونډیو هیوادونو د سيمه ايز اقتصادي ګډ کار د سر مشريزي غونډي په وخت کي هم سره کتلي او په دغه غونډه کي په دې اړه خبري شوي وې چي د جګړه ځپلي افغانستان د بيرته روغوني په چارو کي بايد ونډه واخيستل شي.

له بله پلوه دتهران غونډه د امریکا دمتحده ایالتونو دولسمشر بارک اوباما دهغه سيمه ايز ستراتيژي پلان سره هم تړاو لري چي ويلي يې ول، غواړي په افغانستان کي دسولي، ثبات او بيرته روغوني په مساله کي له ايران سره هم ګډ کار وشي. ايران د افغانستان په هکله هغه نړیوال کنفرانس ته هم خپل استازی استولی و چي د امريکا دمتحده ايالتونو په ملاتړ سره دهمدې روان میلادي کال د مارچ د میاشتي پر 31 نیټه په دنهاګ کي جوړ شوی و.

AFPE/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل