1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تهران کي د ناپېيلو هيوادونو غونډه پيل سوه

۱۳۹۱ شهریور ۹, پنجشنبه

په تهران کي د ناپېيلو هیوادونو دوه ورځنۍ غونډه پرانیستل شوه. په دې غونډه کي د ۱۲۰ هیوادونو مشرانو او لوړ پورو استازو ګډون کړی دﺉ.

https://p.dw.com/p/16014
انځور: picture-alliance/landov

له دې سره ښایي ایران غواړي دا خبره ثابته کړي، چي په نړیواله کچه یوازي نه دئ. په پلان کې ده چې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنيي او د مصر ولسمشر محمد مرسي، به د ناپیلو هیوادونه غونډه پرانیزي. مصر اوس د ناپېيلو هیوادونو د سازمان دوره يي مشري ایران ته سپاري.

د ایران دولتي تلویزیون د غونډي تالار ښودلی دﺉ چي د د تهران په یوه ډیره امنيتي سيمه کي دﺉ. په دغه غونډه کي د پرمختلونکو هیوادونو استازو ګډون کړی دﺉ.

د افغانستان، لبنان، پاکستان، سوډان، زیمبابوې ولسمشرانو، د فلسطین مشر او قطر امیر په دې غونډه کي ګډون کړی دﺉ. د ایران، هندوستان او سوريې لومړیو وزیرانو هم په دې غونډه کي ګډون کړی دئ.

د شمالي کوریا تشریفالي مشر او د پارلمان رئیس کیم یونگ نام، هم د ناپېيلو هیوادونو په غونډه کي د گډون له پاره ایران ته رسېدلي دي.

په ټولیز ډول د ناپېيلو هیوادونو د سازمان د ۱۲۰ غړو له ډلي څخه د ۲۹ هیوادونو ولسمشران، دې غونډې ته د گډون له پاره ورغلي دي. د پاته هیوادونو نور لوړ پوړي چارواکي په دې غونډه کي گډون کوي.

تمه کېده چي د بولیوا، ازربایجان، گانا او کویټ ولسمشران به هم د ناپېيلو هیوادونو په غونډه کې د گډون له پاره تهران ته ولاړ شي خو هغوی و نه شوای کولای چي د ناپېيلو هیوادونو پرانیستونکي غونډي ته ځان ورسوي.

د ناپېيلو هیوادونو سازمان د سړې جگړې پر مهال رامنځته شو. په دغه سازمان کي هغه هیوادونه شامل ول، چي خپل ځان ئې د مسکو یا واشنگټن په بلاک پوري تړلی نه باله.

تر هغه وروسته دغه سازمان د پرمختلونکو هیوادونو له پاره کار کوي او له ملگرو ملتونو څخه غواړي چي د امنیت شورا صلاحیتونه محدود کړي. همداراز دغه سازمان د فلسطیني دولت د جوړیدو غوښتونکی هم دئ.

د ناپېيلو هیوادونو سازمان همداراز پر یو شمیر پرمختلونکو هیوادونو لکه ایران، کیوبا، سوریه، شمالي کوریا او زیمبابوي باندي د امنیت د شورا بندیزونه غندي.

په تهران کې د ناپېيلو هیوادونو د غونډي تر ټولو مهمه خبره په غونډه کي د ملگرو ملتونو د د عمومي منشي بان کي مون، گډون دئ. له بان څخه غوښتل شوي ول، چي په دې غونډه کي گډون و نه کړي خو هغه ویلي دي چي له وخت څخه په استفادې سره به د ایران له چارواکو سره رغوونکي خبري اتري وکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل