1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تهران کي د ناپېيلو هيوادونو غونډه

۱۳۹۱ شهریور ۷, سه‌شنبه

دغه غونډه چي د ناپېيلو هيوادونو ۱۲۰ غړي ګډون پکښې کوي، د سه شنبې په ورځ د بهرنيو چارو وزيرانو په ليدني کتني سره پيل سوه. غونډه د ملگرو ملتونو د مشر په گډون پرانيستل کيږي.

https://p.dw.com/p/15y4p
انځور: picture-alliance/dpa

ايران د ناپېيلو هيوادونو له ۱۶مي سرمشريزي څخه دا هيله لري چي د لوېديځو هيوادونو له خوا د بنديزونو پروړاندي به ملاتړ تر لاسه کړي. د تهران د بهرنيو چارو وزير علی اکبر صالحي د غونډه دمخه لا وويل:

«ناپېيلي هيوادونه بايد د هغو مالي او اقتصادي بنديزونو په مقابل کي مبارزه وکړي چي ځيني هيوادونو ئې د هغو پر وړاندي لگوي.»

د ده دغه خبره د هغو اقتصادي بنديزونو په باب ده چي په اوس وخت کي اروپايي ټولني او ډېرو نورو غربي هيوادونو د ايران د تېلو د رانيولو په مقابل کي لگولي دي. د هغه علت دا دئ چي پر ايران باندي تور لګول کيږي چي په پټه اټومي وسلې جوړوي.

اوس به نو د ناپېيلو هيوادونو دغه سرمشريزه تهران ته دا چانس په لاس ورکړي، چي د ديپلوماسۍ له پاره لاره هواره کړي.

دغه غونډه چي د ناپېيلو هيوادونو ۱۲۰ غړي ګډون پکښې کوي، د سه شنبې په ورځ د بهرنيو چارو وزيرانو په ليدني کتني سره پيل سوه. د هغې مهمي موضوعګاني به د ايران د اټومي پروګرام او د سوريې د کړکېچ په اړه وي.

ايران غواړي د دغو هيوادونو په ملاتړ د خپل متحد هيواد سوريې د کړکېچ له پاره د حل يوه سوله ييزه لار پيدا کړي. ايران وايي، چي دمشق به په دې اړه خپل دوه تنه لوړپوړي استازي تهران ته واستوي چي يو بې صدراعظم ولي الحلقي او بل بې خارجه وزير وليد المعلم وي.

د ناپېيلو هيوادونو بڼسټ تر سړې جګړې وروسته کښيښوول سو. دوی غوښتل په دې ډول د ختيځ کمونيزم او لوېديځ کپيتاليزم په مقابل کي يو الترناتيف رامنځته کړي. اوس تهران غواړي د هغه په سر کي ځای ولري. علي اکبر صالحي په دې اړه وايي:

«موږ د نړۍ د مشرتابه له پاره يوه عادل، شفاف او مؤثر سيستم ته اړتيا لرو. يوازي په دې ډول موږ کولای سو، بېلابېل مشکلات او چلنجونه لکه، اقتصادي بحران، نړيوال امنيت، چاپېريال ساتنه، د اقليم بدلون، مهاجرتونو، ناروغيو او نورو ورته شيانو په مقابل کي ګواښونه له منځه يوسو.»

په خپله د ايران اسلامي جمهوريت بيا په دې اړه ځان پر حق بولي. د ناپېيلو هيوادونو دغه جنبش د ملګرو ملتو په حواله د نړۍ دوهم لوی سازمان بلل کيږي. د هغوی غړي هيوادونه د نړۍ د نفوسو د نزدې نيمايي برخي استازيتوب کوي.

په دغه غونډه کي به د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون هم برخه واخلي، دی به ايران ته ددغه هيواد داتومي پروګرام په اړه د نړيوالو د اندېښنو او همدارنګه په سوريه کي د زورزياتي په اړه خپلي څرګندوني وکړي. د راتلونکي پنجشنبې او جمعې په ورځ به څه د پاسه ۳۰ تنه دولتي او حکومتي مشران د تهران په دغه سرمشريزه کي برخه واخلي.

هينريش/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل