1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تهران کي نا ارامۍ دوام لري

۱۳۸۸ خرداد ۳۱, یکشنبه

د ايران حکومت غواړي چي د اولس مشرۍ د ټاکنو د پايلو وروسته رامنځ ته سوي احتجاجونه بايد سمدلاسه ودرول سي. همدا وجه وه چي خامنه يي د جمعې په ورځ وويل چي اجتجاجونه به نه وزغمل سي...

https://p.dw.com/p/IVna
په تهران کي د احتجاج کونکو سره سخت چلند کيږي چي مرګ ژوبله هم لري
په تهران کي د احتجاج کونکو سره سخت چلند کيږي چي مرګ ژوبله هم لريانځور: AP

د احتجاج په 7 مه شپه يانې د جمعې د ورځي په ماخستن هم د تهران د کورونو پر بامونو د الله اکبر او د مرګ دي وي پر ديکتاتور نارې ووهل سوې. دا پداسي حال کي چي په همدغه ورځ د ايران مذهبي مشر آيت لله علي خامنه يي پر احتجاج کوونکو ږغ کړی و چي اجتجاج يې ناقانونه دی او دا چي د قانون څخه سرغړونه بايد سمدلاسه بنده سي. ښاغلي خامنه يي په خپله وينا کي د اولس مشرۍ د ټاکنو د پايلو څخه په دفاع ويلي وه چي ټاکنې عادلانه وې او پکښي کومه درغلي نده سوې. نوموړي پخوانی او نوي ټاکل سوی اولس مشر احمدي نژاد دايران قانوني اولس مشر بللی و. د يوې آن لاين ورځپاڼې اخبار روز مشرمدير فاود تابان دټاکنو دپايلو په کله دخامنه يي وينا داسي ارزيابي کوي:

د هغه پرونی ځواب دا معنا ورکوي چي د انتخاباتودغه ماجرا بايد په هر قيمت تر وروستۍ صحنې پورې تمثيل سي. تر کومه وخته چي بريالۍ سوې نه وي.

د ايران حکومت غواړي چي د اولس مشرۍ د ټاکنو د پايلو وروسته رامنځ ته سوي احتجاجونه بايد سمدلاسه ودرول سي. همدا وجه وه چي خامنه يي د جمعې په ورځ وويل چي اجتجاجونه به نه وزغمل سي. د نوموړي په وينا د احتجاج له وجې به وينې توی سي او ګډوډی به رامنځ ته سي. د نوموړي په وينا ددغه غېر قانوني مظاهرو د هر ډول منفي پايلو پړه به د مېر حسين موسوي په غاړه وي. پداسي حال کي چي پروند په تهران کي سترې مظاهرې ته د حزب اختلاف لخوا بلنه ورکړل سوې وه، داسي ګنګوسې خپرې سوې چي ګواکي موسوي ددغو مظاهرو د نه کولو پرېکړه کړېده. ددغه ډول ګنګوسو په هکله يو ځل بيا تابان:

په اخو ډب کي د څو تنو تر وژلو وروسته احتجاج کونکي سخت را پاريدلي
په اخو ډب کي د څو تنو تر وژلو وروسته احتجاج کونکي سخت را پاريدليانځور: AP

دوی دغه ماجرا د دو اړخونو څخه تمثيلوي: يو اړخ يې دادی چي حکومت غواړي چي ريفور غوښتونکي دې ته مجبوره کړي چي تر خپلو غوښتنو تيرسي چي په پايله کي به يې احتجاج کوونکي د کوڅو څخه بېرته خپلو کورونو ته ستانه سي. دويم اړخ يې دادی چي دوی غواړي چي سياسي فاعلين بندي کړي. خو دا د ډېره وخته راهيسي هره ورځ پېښيږي.

د بېلګي په توګه د شنبې په ورځ دوه ژورنالستان محمد غوچاني او علي مازرويي ونيول سول. نه يوازي داچي بعضي اجتجاج کوونکي ونيول سول، بلکه اجتجاج کوونکو ته مرګ ژوبله هم واوښتله. ددې ګنګوسو سربيره چي موسوي او د حزب اختلاف نورو مشرانو د شنبې د ورځي مظاهرې د نه تر سره کولو پرېکړه کړې وه، بيا هم په تهران کي په زرګونو خلک کوڅو ته راووتل او د دښار په مينځ کي د آزادۍ د ډګر نوم درلودونکي ځای راټول سول. پدې تر څ کي د امنيتي چارواکو او احتجاج کوونکو تر منځ نښتې هم وسوې چي په ترڅ کي يې پوليسو د اوښکي بهېونکي ګاز، وهلوټکولو او هوايي ډزو څخه کار واخيستی.

د فاود تابان په وينا بايد د دې مخه ونيول سي چي په احتجاج کي ويني وبهيږي. دغه ژورنالست وړاندي کوي چي د حکومت مخالفين بايد يوه سوله ايزه کمېټه جوړه کړي او د حکومت د زور زياتی په وړاندي په سوله ايزه توګه کار وکړي.

زموږ وړانديز دا دی چي حزب اختلاف د هيواد دباندي يوګډ سوليز پروګرام جوړ کړي او دغه پولي کړي.

Farsaie/ احمد ولي اڅګزی

کتونکی. زيارمل