1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تونس کي اعتراضونه دوام لري

۱۳۹۱ دی ۶, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/1799s

په تونس کي د جمهور رئيس منصف مرزوقي د معتدل اسلامي حکومت پر ضد ټولنیز اعتراضونه دوام لري. د هيواد په مرکز د سیدي بوزید په سمبولیک ښار کي په عام محضر کي یوه ۱۷ کلن ځوان ځان وژنه کړې ده. عيني شاهدان وايي، چي دغه ځوان په کیبل باندي ځان وځړاوه. دی له پرله پسې بېکارۍ څخه مایوسه وو. د سیدي بوزید په ښار کي پوره دوه کاله دمخه د هغه وخت د جمهور رئيس زین العابدین بن علي پر ضد یوه ترکاري فروش ځان ته اور واچاوه. د ده دا کار په ټول هيواد کي د خواخوږۍ او اعتراضونو سبب سو. هغه د جمهور رئيس د ليري کېدو او عربي پسرلي د رامنځته کیدو سبب هم سو، چي نورو ډیرو عربي هيوادو ته ورانتقال او د ډيري مودې واکمنان یې د قدرت پرېښودو ته مجبور کړل.