په تونس کې بیړنۍ حالت د درو نورو میاشتو له پاره وغځول شو
۱۳۹۱ آبان ۱۱, پنجشنبهاعلان
په تونس کې بیړنۍ حالت د درو نورو میاشتو له پاره غځول شوی دی. په دې هیواد کې د ۲۰۱۱ کال د جنوري له میاشتې وروسته کله چې د هغه وخت د مشر ذین العابدین، حکومت راوپرځید بیړنۍ حالت اعلان شوی دی.
د رسنیو په حواله د تونس د اوسنۍ ادارې مشر منصف مرزوقي، پریکړه کړې ده چې په تونس کې بیړنۍ حال د ۲۰۱۳ کال تر جنوري میاشتې پورې وغځوي.
دا په داسې حال کې ده چې د سه شنبې په ورځ په تونس کې د امنیتي ځواکونو او اسلامپالو تر منځ نښتې رامنځ ته شوې. پر دې سربیره اوس هم په دې هیواد کې د خراب اقتصادي وضعیت او بیکاري له کبله اعتراضونه دوام لريٍ.