1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تونس کې بیړنې حالت اعلان شوې

۱۳۹۴ تیر ۱۴, یکشنبه

یوه اوونۍ مخکې د تونس په یو تفریحي ساحلي سیمه «سوسه» کې د یوه ترهگریز برید په پایله کې د ۴۰ تنو په شاوخوا کې سیلانیان ووژل شول. اوس د تونس ولسمشر السبسي په هیواد کې بیړنې حالت اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/1FszI
انځور: picture alliance/landov/K. Nasraoui

دغه پریکړه په «سوسه» ساحلي سیمه کې پر یوه هوټل تر خونړي برید یوه اوونۍ وروسته نیول کیږي. د تونس ولسمشر الباجي قائد السبسي د یوې تلویزوني وینا په ترڅ کې وویل چې هیواد یې د جگړی په وضعیت کې قرار لري. هغه په لومړي قدم کې په خپل هیواد کې د یو ۳۰ ورځني بیړنې حالت اعلان کړی دی.

السبسي وویل: « په ځانکړي توگه په گاونډي هیواد لیبیا کې د هرج مرج له امله اوس تونس په یوې ځانګړې جگړې کې ښکیل شوی دی».

د تونس ولسمشر وویل چې ټول اړین تدابیر باید په عاجله توگه عملي شي. په دې ترتیب سره نو د تونس امنیتي ځواکونو لا ډیر صلاحیتونه ترلاسه کړي دي.

د تیرې جمعې په ورځ (د ۲۰۱۵ کال د جون میاشتې۲۶) اسلامپالو د تونس په ختیځ ساحل تفریحي ساحه «سوسه» کې ۳۸ تنه سیلانیان ووژل. اکثره دغه سیلانیان بریتانویان ول. د دغې پيښې په قربانیانوکې دوه تنه آلمانان هم شامل ول. د څیړنو د پایلو پر اساس بریدگر د گاونډي هیواد لیبیا د جهادیانو په یو مرکز کې روزل شوې وو.

په بیړني حالاتو کې د دې تر څنگ چې پولیس او پوځ ته ډیر صلاحیت ورکول کیږي مدني حقونه لکه د غونډو آزادي محدودیږي. مخکې تر دې په ۲۰۱۱ کال کې د هغه وخت ولسمشر زین العابدین پر وړاندې د خلکو د پاڅون پر مهال په تونس کې یو بیړنې حالت اعلان شوې وو.

وروستیو ترهگریزو بریدونو تونس ته ډیر سخت ټکان ورکړی دی. دغو بریدونو د شمالي اقریقا د دغه هیواد پر اقتصاد ډیره منفي اغیزې پریښې ده ځکه د سیاحت سکتور د دغه هیواد د کورني ناخالص تولید اووه سلنه برخه جوړوي. په تونس کې تر وروستیو بریدونو وروسته ډیر شمیر سیلانیان په عاجله توگه له دغه هیواد څخه ووتل. 

د IS یا «اسلامي دولت» په نامه ترهگرۍ ډلې د دغه خونړي برید مسئولیت پر غاړه اخیستی دي. تونس تر اوسه پوری ۸۰ هغه جوماتونه تړلي دي چې گمان کیده د تندلارو پلویان به په کښې وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب