1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تونس کې د براهیمي د قتل تور په سلفیانو ولګید

دویچه ویله، آژانسونه/ عبدالباري حکیم۱۳۹۲ مرداد ۵, شنبه

د تونس حکومت په خپل هیواد کې تند لاري سلفیان د اپوزیسیون د یوه مشر، محمد براهیمي د وژلو له پاره ګرم ګڼلي دي. په زرګونو کسانو د دغه سیاسي قتل پر ضد په احتجاج لاس پورې کړی دی.

https://p.dw.com/p/19FE6
انځور: Reuters

د تونس د کورنیو چارو د وزیر لطفي بن جیدو د وینا له مخې، براهیمي په هغې وسلې سره وژل شوی دی چې د فبروري په میاشت کې د حکومت یو بل سخت انتقاد کوونکی شکري بلعید پرې وژل شوی وو. نوموړی وزیر وویل چې دا خبره د یوې پلټنې په نتیجه کې رابرسیره شوې ده. د کورنیو چارو د وزیر په وینا د دغه قتل مسوولیت د تند لارې سلفي ډلې پر غاړه دی. د کورنیو چار وزیر د ابوبکر الحکیم څخه نوم واخیست چې د پولیسو له خوا لټول کیږي. پر هغه باندې له لېبیا څخه د وسلو د قاچاق تور هم لګول کیږي.

د پارلمان غړی، براهیمي د پنجشنبې په ورځ د تونس د ښار څخه بهر پر یو سړک ووژل شو. هغه د اساسي قانون د جوړیدو په مجلس کې د کیڼ اړخو او سیکولارستانو استازی وو. براهیمي د «د خلکو د غورځنګ» په نوم د ګوند رهبري کوله. د روان میلادي کال په پیل کې د اپوزیسیون د بل سیاست وال شکري بلعید له وژلو وروسته په تونس کې چې د «عربي پسرلي» د غورځنګ د زیږیدو ټاتوبی دی، د سیاسي کړکیچ لمن وار په وار پراخیږي. څو وارې په سترو مظاهرو او لاریونونو لاس پورې شوی دی. د مظاهره کوونکو د فشارونو په نتیجه کې د النهضه واکمن معتدل اسلامي ګوند په حکومتي کابینه کې ژور بدلون رامنځ ته کړ.

یوه تونسي دا یو سیاسي قتل وګاڼه، هغه وویل: «دا د تونس له پاره بد مرغي ده. د پیښې عاملین باید پوه شي چې د شکري بلعید د وژل کیدو او د دې نوي قتل او له راتلونکو داسې وژنو څخه خلک نور هم په غوسه کیږي او په مقاومت لاس پورې کوي. زموږ د بشري حقونو ټولنې به په خلکو باندې د احتجاج له پاره غږ وکړي.»

محمد براهیمي
محمد براهیميانځور: picture-alliance/dpa

د براهیمي د وژلو په خاطر د تونس سترې صنفي اتحادیې (UGTT) د جمعې په ورځ (د و۲۰۱۳م کال د جولای ۲۶مه) د سترو مظاهرو د تر سره کیدو غږ وکړ چې په نتیجه کې یې په پلازمینه تونس کې ورځنی فعالیت په بشړه توګه ودرید.

د تونس په جنوبي ښار ګافاسا کې یو مظاهره کوونکی ووژل شو. د فرانس پرېس د خبري آژانس د رپوټ له مخې، پولیسو په حکومتي دفترونو باندې د مظاهره کوونکو د هجوم د مخنیوي له پاره له اوښکي بهوونکي ګاز څخه کار واخیست. په دغه پیښه کې نوموړی ۴۵ کلن سړی په یوه ګازي ګولۍ سره په سر ولګید او بیا وروسته په روغتون کې مړ شو.

په تونس کې د وضعیت د خړپړتیا سره سره، د آلمان د سیلانیانو د چارو مسوول د شمالي افریقا دغه هیواد د سیلانیانو له پاره مصؤن بولي. ارنست بورګبخر چې د لیبرال دیموکرات سیاست وال دی، وویل: «زه هر سیلاني ته وایم چې کولای شي پرته له ویرې تونس ته سفر وکړي.» هغه په خپله مرکه کې چې د « دي وېلت» په نامه له آلمانۍ ورځپاڼې سره یې کړه ده ویلي دي: «تونس ته له سفر څخه مخ اړول، دغه هیواد ته نور هم تاوان اړوي.» هغه زیاته کړه چې له تونسیانو سره ښه مرسته دا ده چې د هغوی هیواد ته د سیلانیانو لړۍ روانه وي.»

د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې ښایي په راتلونکو څو ورځو کې په تونس کې یو لړ نورې مظاهرې هم وشي چې کیدای شي حالات هلته نور هم «خړپړ» شي. د بهرنیو چارو وزارت سپارښتنه کوي، ښه به وي چې د تونس په سترو ښارونو کې د خلکو له غونډو او ټولنو څخه سړی ځان لیرې وساتي.