1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تونس کې په پنځمه ورځ هم احتجاجونه ادامه لري

۱۳۹۱ آذر ۱۲, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16uOT

د تونس هیواد په سیلیانه ښار کې د دولت له لوري د یو شمیر غوښتنو منلو سربیره هم د خراب اقتصادي وضعیت پر وړاندې احتجاجونه ادامه لري. دا پنځمه ورځ ده چې په دغه ولایت کې د دولت پر ضد لاریونونه پیل شوي دي. د رپوټونو په حواله په سلونو تنو لاریون کوونکو په پولیسو تیږو ورولي او د لاریون کوونکو او پولیسو تر منځ اخ او ډب رامنځ ته شوی دی. زیاته شوې ده چې په وروستیو ورځو کې په دغه احتجاجونو کې کابو ۳۰۰ تنه ټپیان شوي دي.

که څه هم دولت د لاریون کوونکو یو شمیر غوښتنې منلي خو پر دې نه دی توانیدلای چې لاریونونو ته د پای ټکی کیږدي. د سیمې د والي گوښه کول چې د لاریون کوونکو غوښتنه وه هم د لاریونونو په ختمولو کې کومه مرسته نه ده کړې. دولت یو ځل بیا د ښار د وضعیت د کنترولو له پاره سرتیري په دندو گمارلي دي. سیلیانه د تونس په هغو شمیر سیمو کې شمیرل کیږي چې پخوا یې هم اقتصادي وضعه ښه نه وه او په ۲۰۱۱م کال کې د ولسمشر زین العابدین بن علي د رژیم د سقوط وروسته دغه وضعه لاپسې خرابه شوې ده.