1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په توکیو کې د افغانستان کنفرانس پرانیستل شو

۱۳۹۱ تیر ۱۸, یکشنبه

د ملگرو ملتونو عمومي منشي د توکیو په کنفرانس کې وویل چې که چیرې په ۲۰۱۴م کال له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته له دغه هیواد څخه ملاتړ و نه شي نو د تیرې لسیزې لاس ته راوړنې به په سیند لاهو شي.

https://p.dw.com/p/15TWb
انځور: Reuters

په توکیو کې د افغانستان په اړه د مرستندویه هیوادونو نړیوال کنفرانس د یکشنبې په ورځ پرانیستل شو. په دې کنفرانس کې له افغانستان څخه په ۲۰۱۴م کال کې د بهرنیو سرتیرو تر وتلو وروسته، له دې هیواد سره د ملکي مرستو په اړه خبرې اترې کیږي.

په دې کنفرانس کې د ۷۰ څخه ډیرو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو گډون کړی دئ. د جاپان لومړي وزیر یوشیهیکو نودا، د غونډې گډونوالو ته په وینا کې وویل چې دا د جاپان له پاره د ویاړ ځای دئ چې د افغانستان د سولې او ثبات له پاره د دغه نړیوال کنفرانس کوربه توب کوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن او د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، له افغانستان سره په ملکي برخه کې د کلني څلورو میلیاردو ډالرو د مرستې غوښتنې وکړې.

د دغه کنفرانس د پرانیستنې پر وخت افغان ولسمشر حامد کرزي دا خبره ومنله چې امنیت اوس هم تر ټولو لویه ستونزه ده خو هغه زیاته کړه چې هیواد ئې په دې برخه کې ډیر پرمختگ کړی دئ:

«په تیرو لسو کلونو کې د نړیوالو په مرسته موږ د ناخوالو د له منځه وړلو او د ویجاړیو په بیا رغولو کې د پام وړ پرمختگ کړی دئ.»

تیره ورځ جاپان اعلان کړی وو چې نړیواله ټولنه به په راتلونکو څلورو کلونو له افغانستان سره په ملکي برخه کې ۱۶ میلیارده ډالره مرسته وکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن، د غونډې گډونوالو ته په خپله وینا کې وویل: «د افغانستان امنیت یوازې د جگړې په نه موجودیت کې سنجول کیدای نه شي. بلکې یوازې هغه وخت سنجول کیدای شي چې څومره خلک کارونه او اقتصادي امکانات لري. آیا خلک دا باور لري چې دولت د هغوي اړتیاوي پوره کولای شي او یا دا چې آیا سیاسي پخلاینه کامیابه ده او که نه.»

هغې زیاته کړه چې له اداري فساد سره مبارزه، په حکومتوالۍ کې پرمختگ، د قانون پیاوړي کول، اقتصادي فرصتونو ته د ټولو افغانانو په خاصه توگه د میرمنو لاس رسی هغه څه دي چې دولت باید په دې اړه جدي گامونه پورته کړي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون وویل چې په افغانستان کې د امنیت او په نورو برخو کې پرمختگونه شوي خو کافي نه دي. هغه زیاته کړه چې که چیرې د ښې حکومتوالي، عدالت، بشري حقونو، د کار موندنې او د نورو ټولنیزو پرمختگونو په برخه کې کار و نه شي نو د تیرو لسو کلونو لاس ته راوړنې به په سیند لاهو شي. د هغه په وینا نړیوال باید افغانستان یوازې پرې نه ږدي.

د جاپاني چارواکو له خوا د چمتو شوو ارقامو پر اساس له ۲۰۰۱م کال څخه تر ۲۰۱۰م کاله پوري نړیوالو مرستندویه هیوادونو له افغانستان سره ۳۵ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش