1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تيرا کي د پاکستاني پوځ عمليات ادامه لري

آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۱۵, شنبه

د پاکستان پوځ د وسله والو پاکستاني طالبانو پر ضد د عملياتو په ترڅ کي اوس خپله توجه د تيرا درې ته اړولې ده. تيرا د سلهاؤ کالو راهيسي د ياغيانو ټاټوبی تېر سوی دی.

https://p.dw.com/p/1F2hE
انځور: picture-alliance/dpa/B. Arbab
د پاکستان پوځ وايي چي د تيرا په دره کي يې داسي سيمي تر خپل کنټرول لاندي راوستلي دي چي په تاريخ کي هيڅکله د حکومت تر پوره کنټرول لاندي نه وې راغلي. د تيرا سيمه د تيرو سلهاؤ کالو په جريان کي د بيلو ياغيانو ټاټوبی پاته سوی دی. پاکستان په ياده سيمه کي د څو اونيو راهيسي هوايي او مځکني پوځي عمليات پېل کړي دي.
د تيرا پوځي عمليات د تحريک طالبان پاکستان په نوم وسله والې ډلې پر ضد د پاکستاني پوځ د هغو نظامي عملياتو برخه ده، چي غواړي په قبايلي سيمو کي د طالبانو اغېز له منځه يوسي. تيرا د خيبر ايجنسۍ برخه ده او و شمالي وزيرستان ته نژدې پرته ده. پاکستاني پوځ په شمالي وزيرستان کي د تېر کال په جون مياشت کي پوځي عمليات پېل کړي ول.
د تيرا په هکله ويل کيږي چي د تحريک طالبان پاکستان د پلوي کوونکي ډلې لشکر اسلام د جنګياليو پټنځای دی. د پاکستان پوځي منابعو و فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي دي چي په تيرا کي د پاکستاني پوځ عمليات د مارچ په ۱۸مه نېټه پېل سول چي تر اوسه لا ادامه لري. پوځي منابعو زیاته کړې ده چي د «خيبر ۲ آپرېشن» په نوم د دغو پوځي عملياتو مقصد د دغې سيمي څخه د لشکر اسلام ريښه ايستل دي. پاکستاني پوځ تېره مياشت ويلي ول چي په تيرا کي يې ۲۳۰ وسله وال وژلي دي.
د پاکستاني پوځ وياند تورن جنرال عاصم بجوه ويلي دي چي د تيرا مهمي درې د پاکستان د پوځ تر کنټرول لاندي راغلي دي. نوموړي تېره اونۍ ويلي ول چي د افغانستان و ننګرهار ولايت ته ورتلونکې مهمه لاره يې تر خپل کنټرول لاندي راوستلې ده. هغه زياته کړې چي د دغو سيمو او درو په نيولو سره يې و اورکزی، کورم، باړه او افغانستان ته جنګياليو د تګ راتګ لاره بنده کړې ده.
د تيرا سيمه د ژورنالستانو تر رسيدګۍ ډېره ليري ده. له همدې کبله د پاکستان د پوځ د ادعاؤ پخلی کول د ژورنالستانو لپاره ممکن نه دی. که پاکستان د تيرا سيمه په بشپړه توګه تر خپل کنټرول لاندي راولي نو دا به د سلهاؤ کالو راهيسي و خودمختارۍ ته ورته د دغه سيمي حيثيت ته د پای ټکی کښېږدي.