1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تيرو لسو کلونو کي د افغان امنيتي ځواک تلفات

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۲ اسفند ۱۲, دوشنبه

د افغان حکومت اسناد ښيي چې په تیرو لسو کلونو کې د یاغیانو پر ضد جگړه کې د افغان امنيتي ځواک نزدې ۱۷۳۰۰ کسان وژل شوي دي. په دې ترتیب سره هر ورځ په اوسط ډول د افغان امنيتي ځواک څلور تنه وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1BIhS
انځور: DW/H. Hashami

دغه شمیرې د افغانستان د چارو ادارې د رئياست له خوا خپرې شوي دي. معلومات د هغو اسنادو پر اساس خپاره شوي دي چې له مخې یې د وژل شویو عسکرو کورنیو ته پیسې ورکول کیږي.

د چارو ادارې ویلي دي چې د ۱۳۷۲۹ وژل شویو سرتيرو کورنیو ته مالي مرستي ورکول کیږي. دې ادارې زیاته کړې ده چې پر دې سربیره د ۱۶۵۱۱ نورو سرتیرو کورنیو ته هم ځکه مالي مرستې ورکول کیږي چې هغوی په جگړه کې سخت ټپيان شوي دي. د چارو ادارې د عامه اړیکو د څانکې مشر سید جواد جاوید وویل:

«هري هغي کورنۍ چې مرستې تر لاسه کړي دي په یوه شهید پوري اړه لري. موږ ويلای نه شو چې دا ټول وژل شوي سرتیري دي ځکه موږ د هغوی په اړه شمیرې په لاس کې نه لرو.» هغه زیاته کړه: «دغه شمیرې د شهیدانو او تپيانو شویو سرتیرو کورنۍ ښيي چې ورسره د دولت له خوا مرستي شوي دي.»

په دې وروستیو کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات د پخوا په پرتله لوړ شوي دي ځکه هغوی د ټول افغانستان امنیتي مسوولیتونه پرغاړه اخیستي دي. په پلان کې ده چې د ناټو ټول جنگي ځواکونه د روان کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي.

تر دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي ول چې د تیر کال په هغه فصل کې چې جگړه توتیږي هره میاشت د افغان حکومت تر۴۰۰ زيات ځواکونه وژل کیدل. خو افغان حکومت ډیر وخت د وژل شویو سرتیرو په اړه شمیرې نه خپروي.

د چارو ادارې همداراز ویلي دي چې په تیرو لسو کلونو کې دغه راز د ۱۲۳۳۶ ملکي وگړو کورنیو ته هم پیسې ورکړل شوي دي. زیاته شوې ده چې دغو کورنیو هم په جگړه کي د خپلو کورنیو غړي له لاسه ورکړي دي. خو دا یوازې هغه کسان دي چې له دولت څخه مرستې تر لاسه کوي، ښايي په جگړه کې د وژل شویو ملکي افغانانو شمیر تر دې هم لوړ وي.

تر دې مخکي تیره میاشت ملگرو ملتونو په افغانستان کې په تیرو پنځو کلونو کې د جگړې له کبله د وژل شویو کسانو په اړه یو رپوټ خپور کړی وو. د دې رپوټ له مخې په دې موده کې ۱۴۰۶۴ ملکي وگړو خپلو ژوند له لاسه ورکړی دی. ملگري ملتونه په افغانستان کې د ډیر شمیر ملکي تلفاتو پړه پر طالبانو باندي اچوي.

که کابل او واشنگټن امنیتي تړون لاسلیک کړي، نو تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم په افغانستان کې یو شمیر امریکايي سرتیري میشته وي. پر دې سربیره به ناټو تر دې نیټې وروسته په افغانستان کې خپل روزنیز ماموریت هم پیل کړي.

په وروستۍ پېښه کې په کونړ ولایت کې په یوه برید کې ۲۱ تنو افغان سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د افغانستان د چارو ادارې ویلي دي چې افغان حکومت د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره مرسته کوي.