1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جاپان کي د اعدامونو وضعيت

۱۳۸۹ فروردین ۱۳, جمعه

امنيستي انټرنشنل د تيري سې شنبې په ورځ په نړۍ کي د اعدامونو په هکله خپل کلنی رپوټ وړاندي کړ. که څه هم، چي چين کوم رسمي شمېر نه دی ورکړی، خو د بشري حقونو ټولني انګېري، چي هر کال په چين کي زر تنه اعداميږي...

https://p.dw.com/p/MmIY
امنيستي د اعدامونو د سزا سره مخالفت کوي
امنيستي د اعدامونو د سزا سره مخالفت کويانځور: dpa/DW Montage

دا څرګنده ده، چي د نړۍ هيڅ يو هيواد دومره زيات کسان نه اعداموي لکه د چين د خلکو جمهوريت. د دې په مقابل کي، چي په جاپان کي څرنګه اعدامونه کيږي، دومره نه ده څرګنده. جاپان د امريکا د متحده ايالاتو تر څنګ يوازنی صنعتي هيواد دی، چي اعدامونه پکښي کيږي.

تر اوسه په جاپان کې د اعدامونو د پلويانو لپاره ساده وه. دوی کولای سوای هر ډول مباحثه په يوه ساده اشاره په وروستۍ رسمي ټولپوښتنو کي له منځه يوسي. په دې برخه کې د پرګنو په سلو کې 80 د اعدام د سزا د ساتلو په پلوی ځواب ورکاوه. خو د تير کال راهيسي نور دا داسې ساده نه ده. ځکه د سپتامبر په مياشت کې کايکو چيبا د عدليې وزيره شوه. دغه پخوانۍ مدافعه وکيله د اعدام پر ضد جوړه نه کوی. له امنيستی انترنشنل څخه ازامو امانو دا مثبت څېړي:

« موږ د عدليې د نوې وزيرې له دغې بلنې څخه هرکلی کوو، چې په پارلمان کې د اعدام د موضوع پر سر په کلکه بحث کوی. د بشری حقونو فعالين هم فکر کوی چې د عدليې وزيره به د اعدام کوم حکم لاسليک نه کړی.»

جاپان د امريکې د متحدو ايالتونو تر څنګ يوازينی ستر صنعتی هيواد دی چې لاهم اعدامونه پکې کيږی. له 1945 زيږديز کال راپديخوا 600 تنه په جاپان کې اعدام شويدی. د جاپان د عدليې پخواني وزير د نړيوالو پروتستونو سره سره يوازې په تير کال کې د اعدامونو ريکارډ ټينګ کړ. د امنيستی انترنشنل د رپوټ له مخې همدا اوس 110 تنه د زندان په سلولونو کې د اعدام لپاره ناست دی. ځينی يې لا له لسو کلونو راپديخوا د اعدام د پريکړې د عملی کولو انتظار باسی.

Krauth, Hans-Günther/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل