1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جاپان کي د درو هيوادونو سرمشريزه غونډه

۱۳۸۷ آذر ۲۴, یکشنبه

دا لومړی څل دي چي د چين،جاپان او جنوبي کوريا دولتي او حکومتي مشران يوه درې اړخيزه غونډه کوي او دابې وروستۍ هم نه وي

https://p.dw.com/p/GFtt
د جاپان لومړی وزير تارو آسو او د کوريا جمهوررييس لي مون بک
د جاپان لومړی وزير تارو آسو او د کوريا جمهوررييس لي مون بکانځور: AP

د شريک مطبوعاتي کانفرانس په پای کي د جاپان لومړي وزير آسو، څرگنده کړه، چي دوی به په راتلونکي کال کي د چين په اولسي جمهوريت کي بيا سره گوري.

آسو وايي:« موږ دا پرېکړه سره کړې ده، چي دا درې اړخيز کنفرانس به ژوندی ساتو او هم به د مالي او اقتصادي بحران په وړاندي د سږکال د نوومبر د مياشتي هدفونو ته د رسيدلو کوښښ کوو. سربېره پر دې موږ غواړو سيمه ايز گډکار هم سره پياوړی کړو، تر څو په مالي بازارونو کي څپڅپانده حالت قابو سي.»

د غونډي په پای کي دري شريکي اعلاميې او له 30 څخه د زياتو تدبيرونو په نيولو سره يو شريک عملي پلان هم لاسليک سو. دا روغي جوړي بايد د ختيزي آسيا د دريو واړو گاونډيو مملکتونو تر منځ گډکار بهتره کړي. په دې کي په تيره بيا د چاپيريال ساتني، د کلتوري او ځوانانو د راکړي ورکړي او د تکنولوژۍ د لېږدوني په برخه کي زيات ټينگار سره شوی دئ. دا18 مخيزه سند د دې ښکارندوی دئ چي دا درې واړه هېوادونه شريک کارکول سره غواړي.

په دوهمه نړيواله جگړه کي د جاپان استعماري قدرت او نظامي تيری تر اوسه پوري پر دې اړيکو باندي سيوری اچولی دئ. پر دې باندي بيا د جاپان او چين او هم د جاپان او جنوبي کوريا تر منځ پر ځينو ټاپوگانو باندي لانجه هم ورزياتيږي. نو ځکه دا يو لوی او د اهميت وړ گام دئ، چي دا درې سره هيوادونه غواړي هر کال په سرمشريزه سويه سره وگوري. د دوی لومړۍ غونډه د نړيوال مالي او اقتصادي بحران تر سيوري لاندي سر ته ورسېده.

د چين لومړی وزير جيا باو، څرگندوي:« دا بحران په سلو کالو کي يو ځل منځ ته راځي. نو ځکه دا د اهميت وړکار دئ، چي درې سره هيوادونه په شريکه سره د هغه چاره وکو. له همدې ډول سلا مشورو سره کيدای سي يو له بل څخه اقتصادي پټوالی هم له منځه يووړل سي.»

د نړيوال مالي او اقتصادي بحران په ارتباط تارو اسو، وين جيا باو او لي ميون بيک د دريو مرکزي بانکونو دا هوډ وستايه چي غواړي د خپلو پيسو بدلونه او راکړه ورکړه پياوړې کړي، تر څو د پيسو د زيات توپير مخ نيول شوی وی. که چيري هر هيواد خپل اقتصادي حالت ته بدلون هم ورکوي، دا ژمنه يې سره کړې، چي په راتلونکو 12 مياشتوکي به په سوداگرۍ او پانگه اچونه کي کوم خنډ او کمښت نه راځي.

په دې اړوند له کوريا څخه لي مون بيک په ډاگه کوي:«د دې اقتصادي بحران د کنټرول او اېل کولو په خاطر زموږ گډکار د زيات اهميت وړ دئ. د دې درو مملکتونو د اسعارو د لوړتيا په منظور، د درو سرو تر منځ پورته سوي گامونه مهم وو. يوازي دا يوه لويه نښخه ده، چي موږ درې سره هيوادونوه په شريکه سره فعاليت پيل کړو.»

چين، جاپان او جنوبي کوريا د طبيعي پيښو او ناورينونو، لکه سمندري طوفانونو او زلزلو په مقابل کي هم د گډکار هوډ سره کړی دئ. دا غونډه،چي وروسته له دې څخه به هرکال کيږي، برسېره پر نورو گټو، د ختيزي آسيا دا درې سياسي او اقتصادي د اهميت وړ ملکونه سره زيات نږدې کوي، چا چي تر اوسه پوري دا ډول يوه شريکه غونډه نه درلوده.