1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جاپان کي د لبيرال ګوند تاريخي ماته

۱۳۸۸ شهریور ۹, دوشنبه

د جاپان ليبرال ګوند چي د نويمي لسيزي د پېل په استثنا تقريبا د پنځه څلويښتو کالو راهيسي يې حکومت کوی د نيمو څخه زياتې چوکۍ بايللي دي...

https://p.dw.com/p/JMTQ
د ليبرال ګوند مشر تارو اسو سخته ماته خوړلې
د ليبرال ګوند مشر تارو اسو سخته ماته خوړلېانځور: AP

د وړاند وينو له مخي به د جاپان ډيموکراټ ګوند وکولای سي چي درې سوه چوکۍ تر لاسه کړي. دغه د جاپان د ليبرال ګوند لپاره يو سخت ګوزار دی. د جاپان د ليبرال ګوند عمومي منشي Hiroyuki Hosodaد رايو د لومړيو پايلو راڅرګندېدو وروسته وويل:

زما ګوند د ټاکنو سختو پايلو سره مخامخ دی. موږ بايد په تېر وخت کي د خپلو تېروتنو په لټه سو. خو موږ بايد سباؤن ته په پام کولو سره د راتلونکو ټاکنو لپاره چمتو والی ونيسو. موږ به خپله سياسي تګلاره د رايه ورکوونکو د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره بدله کړو.

هوسوډا په خپلو خبرو کي زياته کړه چي د ليبرال ګوند بعضو مشرانو ورته ويلي دي چي د ټاکنو د بايلولو پړه په غاړه اخيستلو سره د ګوند د مشرتابه څخه به ډېر ژر استعفی وکړي. پدغو مشرانو کي د جاپان اوسنی مشر وزير Tro Aso هم راځي.

پداسي حال کي چي د جاپان ليبرال ګوند د ماتي د زخمونو په درملنې بوخت دی د جاپان ډيموکراټ ګوند د قدرت تر لاسه کولو چمتو والی نيسي. د ډيموکراټ ګوند مشرYukio Hatoyama به ښايي د جاپان نوی مشر وزير وټاکل سي. نوموړي د اوسني حکومت سره خبري اتري پېل کړيدي تر څو په سمه توګه د واک چارې د ليبرال ګوند څخه و ډيموکراټ ګوند ته وسپارل سي.

د جاپان د پارليمان د ټاکنو د کامپاين په ترڅ کي ډيموکراټ ګوند ژمنه کړې وه چي دغه ګوند واک ته ورسيږي د تېر حکومت په پرتله به د هيواد بوديجه په شفافه توګه پلان کړي. ګرچه د ډيموکراټ ګوند د حکومت جوړولو لپاره اړين د چوکيانو شمېر ګټلی خو بيا هم د ګوند مشرHatoyama په وينا کي ډېر محتاطه ښکارېدی:

اوسنۍ پايلي زما لپاره مطمين کوونکې دي. زه دا فکر کوم چي د رايه ورکوونکو ګڼ شمېر و تېر حکومت ته سخت په غوسه ؤ. د خلکو د ژوند د سويې خرابېدل بايد دلته له پامه ونه غورځول سي. زه پدې ډاډه يم چي زيات شمېر خلکو دا غوښتنه درلوده چي حکومت بايد بدل سي. اوس داسي معلوميږي چي موږ په رشتيا هم کولای سو چي حکومت بدل کړو. زه د خپلو ټولو ملاتړو څخه مننه کوم. که زموږ ګوند ته د حکومت جوړولو موقع په لاس راسي نو بايد موږ غرور ونه کړو بلکه د رايه ورکوونکو و غوښتونکو ته پام وکړو.

د ټاکنو څخه تر مخه ډيموکراټ ګوند ويلي وه چي د بعضو کوچنيو ګوندونو سره به د مخلوط حکومت جوړولو کوښښ کوي. ګرچه د اوسنيو پايلو له مخي ډيموکراټ ګوند پخپله دومره چوکۍ ګټلي دي چي د بل ګوند ملاتړ ته اړتيا نه لري خو بيا هم دغه ګوند ويلي چي وړو ګوندونو ته به هم په حکومت کي ونډه ورکړي.

د جاپان نوی پارليمان به ښایي د سپټامبر په اته ويشتمه نېټه په خپله غونډه کي د ډيموکراټ ګوند مشر هاټو ياما د جاپان د مشر وزير په توګه وټاکي. د جاپان اوسنی مشر وزير اعلان کړی دی چي دخپل ګوند د مشرتابه څخه به استعفی وکړي او ګوند لپاره و يوه نوي پېل ته به لاره هواره کړي.

Kujath, Peter/ احمد ولي اڅګزی

کتونکی. زيارمل