1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جاپان کښي د امريکايي نظامي اډو سره مخالفت

۱۳۸۸ آبان ۲۲, جمعه

د امريکا جمهور ريس بارک اوباما ، د آسيا د خپل اوه ورځني سفر په جريان کښي نن جاپان ته ورسيدۍ . خودغه سفربه ده ته آسانه نه وي ،ځکه چه په جاپان کښی د امريکايي نظامي اډو سره مخالفت ډيريږی

https://p.dw.com/p/KWCS
انځور: AP

اوباما ته د ده د جاپان د سفر په بهير کې يو شی ښه روښانه دی: هغه وختونه چې امريکې جاپان ته لکه د زوی او پلار ترمنځ د اوتوريتې حيثيت درلود، پايته ورسيدل. د جاپان په اړه د اوباما سلاکار جيفری بيدر ټينګار کوی چې:

« د جاپان د ديموکراتيک ګوند او د جاپان د لومړي وزير يوکيو هاتوياما موخه د ملګرتوب مساوات دی.»

او دا د دې معنا لری چې : په جاپانی ټاپو اوکيوناوا کې د امريکې د متحدو ايالتونو د سترې پوځی اډې پر ضد د جاپان د حکومت او د جاپان د پرګنو پاڅون پياوړی کيږی. د اوباما د آسيا کارپوه بيدر اعتراف کوی چې:

« د فوتينما د پوځی اډې راتلونکې د اوکيناوا په ټاپو کې تر پوښتنې لاندې ده»

په 2006 زيږديز کال کې د امريکې متحدو ايالتونو له پخواني حکومت سره په توکيو کې يوه جوړه وکړه: د اوکيناوا په ټاپو کې د ځای په ځای شويو امريکايي سرتيرو يو پر دريمه برخه چې 25000 سرتيری کيږی، بايد وايستل شی او د پاسيفيک د ټاپو ګوآم ته وليږدول شی. په اوکيناوا کې پاتې ځواکونه بايد د جاپان د دغه سهيلی ټاپو يوې جلا برخې ته وليږدول شی. خو د جاپان نوی لومړی وزير نه غواړی هيڅ يو امريکايي سرتيری په اوکيناوا کې ووينی.

د جاپان کارپوه بيدر څرګندوی چې:

« اوباما به د پوځی اډې د موضوع په هکله سوچونه، حتماً په قانع کوونکې ډول وړاندې کړی.»

ښکاريږی چې د امريکې د متحدو ايالتونو د دفاعی چارو وزير رابرت ګيتس تر اوسه قانع کوونکي کلمات نه موندلي. جاپان ته د اوباما د سفر په درشل کې ، په دې اړه د ده هڅې ناکامه شوې څو د پوځی اډې دغه حساسه موضوع حل کړی. جيفری بيدر وايي:

«په هرصورت ولسمشر اوباما او د جاپان صدراعظم هاتوياما د نيويارک د عمومی غونډې په لومړنۍ آشنايۍ کې يو بل ښه سره درک کړل.»

اوباما په هيڅ ډول نه غواړی چې په آسيا کې أکه جاپان غوندې يو اهم ملګری هيواد له لاسه ورکړی. توکيو، شمالی کوريا او چين ته د جيو ستراتيژيک نژديوالی له امله د امريکې د متحدو ايالتونو له نظره مرکزی رول لری.

سپينه ماڼۍ د توکيو په لوري داسی زيکنال ليږی چې لکه د بوش د ادارې غوندې به د امريکې د متحدو ايالتونو د حکومت لخوا د شمالی کوريا په اړه نا متناسب او يو لوري اقدامونه نور نه کيږی.

ولسمشر اوباما په ټينګار وويل:

« يواځی په ګډه به وکړای شو چې په ننګونو کې بريالی شو»

په دې ډول جاپان په ځليدونکو ټکو، پاکستان او افغانستان کې د امريکې د متحدو ايالتونو اهم مالی او اقتصادی ملګری دی.

که څه هم چې اوباما د توکيو سفر د فوټ هود د ماتم په خاطر يوه ورځ وځنډاوه، خو ده اعلان وکړ چې په يوه راتلونکې کې به له هيروشيما او ناګاساکی څخه هم ليدنه وکړی، څه شی چې تر اوسه د امريکې د متحدو ايالتونو هيڅ يوه ولسمشر د خپل قدرت په وخت کې نه وو کړی.

رالف/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکي : محمد قاسم نوري