1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جاپان کې د چین پر ضد مظاهرې ادامه لري

۱۳۹۱ شهریور ۲۸, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16B6l

د چین په ختیځ کې د پرتو جزیرو پر سر د جاپان او چین ترمنځ لانجه ورځ په ورځ لویږي. د دغه کړکېچ د زیاتېدو له بیرې د موټرو جاپاني شرکت تویوتا اعلان کړی دئ چې خپل کارونه به په چینایی شرکتونو کې ودروي.

نور جاپاني شرکتونو لکه کانون، پناسونیک، مازدا، هوندا او نیسان په چینایي فابریکو کې خپل کارونه کم کړي دي او یا ئې هم په ټپه درولي دي.

له بلې خوا په پیکنګ کې بیا هم په زرهاوو کسانو د جاپان د سفارت مخې ته مظاهرې کړي دي. همدارنګه د چین په نورو ښارونو کې هم خلک سړکونو ته راوتلي دي. دغو احتجاج کوونکو د جاپاني مالونو د بایکاټ کولو غوښتنه کړې ده.