1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان، له هسته وي انرژي سره پیاوړی مخالفت

۱۳۹۱ تیر ۲۶, دوشنبه

په لسګونه زره جاپانیان د دوشنبې په ورځ سړکونو ته ووتل او د هسته وي انرژی د تولید د درولو غوښتنه ئې وکړه. دا په جاپان کې د هسته وي انرژي پر وړاندې تر ټولو لوی اعتراض بلل کیږي.

https://p.dw.com/p/15YSD
انځور: dapd

جاپانیانو د دوشنبې په ورځ د ملي رخصتي له ورځې څخه په کار اخیستلو سره د هسته وي انرژې پر وړاندې لاریون وکړ. دا په جاپان کې تر سونامي او زلزلې وروسته د هسته وي انرژي پر وړاندې تر ټولو لویه مظاهره ده.

د دې مظاهري تنظیمونکو ویلي دي چې د لاریون د گډنوانولو شمیر ۱۷۰ زره کسانو ته رسیده. د مظاهره کوونکو په منځ کې پیژندل شوي شخصیتونه لکه د نوبل د جایزې گټونکی «کینایورو او»، او د جاپان نامتو سندرغاړی ریوشي ساکاموتو، هم گډون لره.

په دې لاریون کې ۱۷۰ زره کسانو گډون کړی وو.
په دې لاریون کې ۱۷۰ زره کسانو گډون کړی وو.انځور: Reuters

دغه لاریون په داسې حال کې په جاپان کې په لاره اچول کیږي چې د دې هیواد په غرب کې یوازې یوه اونۍ پخوا یوې اتومي بټۍ په بشپړه توگه خپل کار پیل کړ. دا لومړۍ هسته وي بټۍ ده چې په جاپان کې د تیر کال تر سونامي وروسته په بشپړه توگه خپل کار پیلوي. د تیر کال له سونامي وروسته د جاپان د هسته وي بټیو کار ځنډول شوی وو.

مظاهره کوونکو په جاپان کې په بشپړه توگه د هسته وي انرژي د استفادې د بندولو غوښتنه کوله. هغوی همداراز د جاپان د لومړي وزیر یوشیهیکو نودا، د استعفأ غوښتنه هم کوله. هغه د هسته وي بټیو د کار د پیل امر کړي دئ.

د جاپان لومړي وزیر د جون د میاشتې په منځ کې په اوړې کې د جاپان د برق د انرژۍ د کمیدو په پام کې نیولو سره، د هسته وي بټیو د کار له پیلیدو سره موافقه کړې وه. په پلان کې ده چې دویمه هسته وي بټۍ به د روانې اونۍ په پای کې خپل کار پیل کړي.

یو رپوټ ښیي چې د فوکو شیما د اتومې بټۍ پېښه د دې اډې د چارواکو، حکومت او څارونکو تر منځ د همکارۍ د نه شتون له کبله رامنځ ته شوې وه.

په جاپان کې د تیر کال له اتومې پېښې مخکې دغه هیواد خپله ۳۰ سلنه انرژي په هسته بټیو اډو کې تولیدوله. نظر سنجي ښيي چې د جاپان ډیر شمیر اوسیدونکي په دې هیواد کې له هسته وي انرژې څخه د استفادې خلاف دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض