1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جاکارتا کي سختي چاودني

۱۳۹۴ دی ۲۴, پنجشنبه

د اندونيزيا په پلازمېنه جاکارتا کي څو چاودنو او ډزو سخته ويره رامنځته کړې ده. د دغه هيواد جمهوررئيس دا يو «تروريستي يرغل» بللی. دغه چاودني د ملگرو ملتونو د دفتر ودانۍ او څو سفارتونو ته نژدې سوي دي.

https://p.dw.com/p/1HcpE
Indonesien Bombenanschläge in Jakarta
انځور: Getty Images/AFP/B. Ismoyo

په جاکارتا کي تر څو ساعتونو متقابلو ډزو وروسته پوليسو ويلي دي چي تر اوسه ۷ کسان وژل سوي دي چي څلور ئې يرغل کوونکي دي.

نن د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۱۴مه) سهار لس نيمي بجې د جاکارتا په زړه کي څو چاودني واورېدل سوې.

يوه عيني شاهد ويلي دي چي ده د «سارينا» پلورنځيو مرکز مخي ته پنځه وسله وال ئې پخپلو سترگو وليدل چي درې ئې د کافي څښلو يوه دوکان ته ننوتل او ځانونه ئې وچول او دوو نورو ئې په لاسي بمونو سره د پلورنځيو په مرکز کي د پوليسو پر ماموريت يرغل وکړ. وروسته دغه دوه تنه هم له پوليسو سره په ډزو کي ووژل سول.

د چاودنو سیمي ته نژدې د پوليسو يو مرکز، څو هوټلونه او څو سفاروتونه سته. د ملگرو ملتونو دفتر هم په دغه سيمه کي دئ.

Indonesien Bombenanschläge in Jakarta
انځور: Getty Images/AFP/B. Ismoyo

۶ چاودني او ۱۴ يرغلگر

پوليسو د جاکارتا اوسېدونکو ته خبر ورکړی چي کيدای سي نوري چاودني هم وسي. ويل کيږي چي په دغو چاودنو او ډزو کي ډېر انسانان ټپيان سوي هم دي.

د لومړنيو معلوماتو له مخي تر اوسه ۶ چاودني سوي دي. ځايي تلويزيون د ۱۴ يرغلگرو خبره کړې ده. ملگرو ملتونو خپلو کارکوونکو ته خبر ورکړی دئ چي له خپلو دفترونو څخه ونه وځي.

Indonesien Bombenanschläge in Jakarta
انځور: Getty Images/AFP/B. Ismoyo

جمهور رئيس د تروريستي يرغل خبره کړې

د اندونيزيا جمهور رئيس جوکو ويدودو، په يوه تلويزيوني وينا کي دا د ترهگرۍ پېښه بللې او ټينگار ئې گړی دئ چي هيوادوال به ئې دغه شان پېښو ته تسليم نه سي.

دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي د دغو خونړيو بريدونو تر شا د چا لاس دئ. د دغه هيواد د استخباراتو يوه لوی مامور ويلي دي چي تر اوسه پوري داسي نخښي نښانې نسته چي گويا دغه بريدونه به تروريستي ډلي «اسلامي دولت» کړي وي.

داعش څه موده مخکي گواښ کړی وو چي د مسلمانانو دغه ستر هيواد به خپل هدف وگرځوي. تر دغه گواښ وروسته په اندونيزيا کي سخت امنيتي تدابير ونيول سول.