1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جده کي د افغانستان او پاکستان په هکله نړيوالي خبري

۱۳۸۹ اسفند ۱۰, سه‌شنبه

د پنجشنبه په ورځ په جده کي د اسلامي کنفرانس د سازمان په کوربه توب د نړيوال تماس ډله یا ICG د افغانستان او پاکستان په روان وضعيت او سيمه کي د ثبات د راوستلو لپاره د اسلامي هيوادونو په ونډو باندي خبري کيږي

https://p.dw.com/p/R5CH
د نړیوال تماس په ډله کی د نړی څه د پاسه 50 هيوادونه شامل دی چی یو پر دریمه برخه یی مسلمان هیوادونه دی
د نړیوال تماس په ډله کی د نړی څه د پاسه 50 هيوادونه شامل دی چی یو پر دریمه برخه یی مسلمان هیوادونه دیانځور: AP

د جدي د نړيوالي غوندي خبر په هغي يوي وينا پاڼي کي چي د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت له خوا په واشنګتن کي خپره شوي، وروسته له هغي يادون وشو چي د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ايالاتو نوي استازي سيمي ته په سفر سره څپل نوي ماموريت پيل کړ.

دغه نوي استازي مارک ګروسمن نوميږي چي د پخواني مړه شوي ديپلومات ريچارد هالبروک پر ځاي ټاکل شوي دي.

افغانستان او پاکستان ته د امريکا نوي ځانګړې استازې نن خپل نوي ماموريت لندن، جده، اسلام آباد او بروکسل کې د پلان شويو خبرو اترو سره پيل کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند فليپ کراولي وويل چې مارک ګروسيمن په پلان کې لري چې سعودي عرب ته سفر وکړي او په جده کې د مارچ په 3 نيټه د افغانستان د ګاونډي او د افغانستان د نورو خواخوږو هيوادونو د استازو سره خبرې اترې وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت په يوه اعلاميه کې راغلي چې چي په جده کي د نړۍ وال تماس يا ICG د ډلې له خوا يوه غونده جوړيږي د دغي غونډي رياست د افغانستان لپاره د آلمان د ځانکړي استازي ميشايل شټاينر په غاړه ده.

اسلامي کنفرانس سازمان يا OIC د جدي د غونډي کوربه دي. په اعلاميه کې راغلي چې د اسلامي کنفرانس سازمان به په افغانستان او پاکستان کې د لويو اسلامي هيوادونو په اساسي ونډه باندي ړڼا واچوي.

د نړۍ وال تماس په ډله کې د شاملو کابو 50 هيوادونه او ټولنو دريمه برخه د اسلامي کنفرانس دولتونه دي.

په غونډه کې به د افغانستان د پلاړي مشري د بهرنيو چارو وزير زلمې رسول وکړي. په دې هيت کې به د سولې د عالي شوري مشر برهان الدين رباني هم شامل وي.

ګروسمن د پخواني ډيپلومات رچارد هالبروک، چې په دسمبر کې مړ شو، ځاي ناستي دي. نوموړي به د خپل لومړي رسمي سفر په ترڅ کې په لندن کي د افغانستان او پاکستان لپاره د بريتانيا له ځانکړي استازي سره وګوري.

لندن ته د ګروسمن سفر په داسي وخت کي صورت نيسي چي د افغانستان ولسشمر حامد کرزي هم له بريتانوي مشرانو سره په ليدنو کتنو بوخت دي. کرزي پرون له کابل څخه د لندن په لور سفر وکړ.

په اسلام اباد او کابل کې هم به ګروسمن د لوړپوړو دولتي چارواکو، د مدني ټولنو د استازو او رسنيو د نمايندګانو سره خبرې اترې وکړي.

د امريکې د وزارت خارجه څخه په خبره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي :« ګروسمن به په خپل سفر کې افغانستان او پاکستان سره د خپلو اودږ مهاله مرستو او همکارې پخلې وکړي.»

په اعلاميه کې زياته شوې چې ګروسمن به خپل سفر په بروکسل کې پاي ته ورسوي چيرته چې به دې د ناټو د مشرتابه سره د لا جوختې همکارې په اړه مشورې وکړي.

آژانسونه/ بريښنا صابر

کتونکي: عبدالباري حکيم