1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي د اسلام په مقابل کي شک ډېریږي

۱۳۹۵ اردیبهشت ۸, چهارشنبه

د مهاجرو او ادغامیدو مسلکي شورا په خپل کلني رپوټ کي دې پوښتني ته چي جرمنیان اسلام ته څه ډول گوري، حیرانونکي جوابونه ویلي دي. رپوټ بیانوي چي د مهاجرو ادغام په ښه ډول سره تر سره کیږي.

https://p.dw.com/p/1IdUN
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

د مهاجرو او ادغامیدو المانۍ مسلکي شورا يوه غړي کریستیان یوپکه، له دويچه ويله سره په خبرو کي وویل چي «فضا تیاره او ټولنه سره وېشل سوې ده.» د هغه په خبره د رپوټ له پايلو څخه داسي ښکاري چي «اسلام ته په جرمني کي ځای نسته.» په دې ډول سره نو اسلامي سیاسي اساسي پوښتني ته په ښکاره ډول سره منفي جواب ورکول سوی دی.

خو دې پوښتني ته یوازي جرمنيانو دغه ډول نظر ورکړی دی، او هغه کسان چي بیا خارجي او د مهاجرت ریښه لري، دې پوښتني ته مثبت جواب ورکړی دی او اسلام یې د الماني ټولني یوه برخه بللی دی. ددغه رپوت په جوړولو کي تر۵۰۰۰ زيات انسانان پوښتل سوي دي. خو د جرمنيانو اکثریت بیا په ښوونځیو کي د یوه اسلامي دیني مضمون او مسجدونو له ډېرښت سره مخالفت نه دی ښکاره کړی.

شکمن تصویر

د مهاجرو او ادغامیدو مسلکي شورا مشري کریستینا لنگینفیلډ، ددغه رپوټ د معرفي کولو پر وخت په آلماني ټولنه کي د اسلام د قبولۍ په هکله د یوه «متردد او شکمن تصویر» څخه خبري وکړې.

ددغي شورا غړي په خپل رپوټ کي دې نتیجې ته رسیدلي دي، چي په جرمني کي له يوه اړخه د «ادغامیدو فضا په دوامداره ډول ثابته پاته ده»، خو له بلي خوا بیا د ۲۰۱۵م کال له مارچ میاشت څخه تر اگست پوري د مهاجرو په مقابل کي د خلگو نظر بدل سوی او شک او تردید یې ډیر سوی دی.

خو ددغي شورا غړی کریستیان یوپکه، سربیره پردې دغه پرمختگ ډیر د حیرانتیا وړ نه بولي. د هغه په نظر دا کاملأ «عادي خبره ده چي یوه ټولنه چي یو ميلیون انسانان قبلوي، دغه ډول هرج ومرج »پکښي رامنځته سي.

دده او شورا د نورو غړو په نظر دا حتی ډیر د حیرانتیا وړ خبره ده چي د مهاجرو په باب دومره ډیر شک او مخکي له مخکي قضاوت نه دی موجود. د هغوی په نظر اکثریت جرمنيانو د دومره ډیرو مهاجرو د هجوم او چلينجو په مقابل کي عاقلانه چلند کړی دی.

د رپوټ پراساس، جرمنيانو ته تر ټولو مهم ثابت کار دی او په کوم مذهب پوري تړل او یا دلته زیږیدل ورته ډیر ارزښت نه لري. د شورا د مشري په نظر دا نو یوه ډیره ښه نتیجه گیري ده، او په ټولنه کي ادغام ته لار خلاصوي.

له بلي خوا آلماني ټولنه ورځ په ورځ سیکولر یا پر مذهب نه ولاړه ټولنه کیږي. په داسي حال کي چي په۱۹۷۰م کلونو کي لا ۷۵ سلنه جرمنيان کلیسا ته تلل او ورته یې عقیده درلودل، اوس يوازي ۶۵ سلنه وگړي کلیسا ته ځي. په عین حال کي د مهاجرو له برکته په جرمني کي مذهبي رنگانگي ډیره سوې ده.

د جرمني د اساسي قانون مطابق د مذهبونو له ازادۍ څخه ټول ادیان گټه اخلي، چي په هغو کي اسلام شامل دی. په همدې خاطر لکه څرنگه چي ددغي شورا رئیسه وايي، اوسني سیاسي بحثونه، په کوم کي چي د جرمني بدیل گوند – AfD حتی اسلام د اساسي قانون خلاف مذهب درجه بندي کوي، په ټولنه کي د منلو وړ یوه مفکوره نه ده.