1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي د ايستر مارشونه تر سره سول

محمد قاسم نوري / آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۱۶, یکشنبه

د عیسوي ایستر اختر د عنعنوي مارشونو په جریان کي گډون کونکو د وسلو د صادراتو او جنگونو پر ضد شعارونه ورکړل او هغه یې وغندل.

https://p.dw.com/p/1F2ud
انځور: picture-alliance/dpa/Kraufmann

د عیسوي ایستر اختر د دوشنبه تر ورځي (د ۲۰۱۵م کال د اپريل ۶مه) پوري به په جرمني کي مجموعأ ۸۰ مارشونه تر سره سي. د سولې دغه غورځنگ په هغو کي د زرهاوو خلکو د گډون انتظار کوي. د ایستر اختر د عنعنوي مارشونو د سازمان ورکونکو د معلوماتو پراساس همدا د شنبه په ورځ (د اپريل ۵مه) لا په ټوله جرمني کي په زرهاوو انسانانو په هغو کي برخه واخیستله.

د شنبې په ورځ تر ټولو لوی مارش د نوردراین ویسټفالن د ایالت په دویسبورگ کي شروع سو، چي درې ورځي به د راین د رود او رُوه د شاوخوا سیمي په زرهاوو خلگ پکښی گډون وکړي. سازمان ورکونکو ویلی دي، چي د هوا د خرابۍ او بارانونو سربیره بیا هم په هغو کي تقریبأ د پروسږکال په اندازه خلگو گډون کړی ؤ.

د یوې سوسیالي اروپا دپاره

د ایستر دمارشونو غورځنگ په اروپا کي د جنگي پروپاگنډ او تهدیدونو پر ضد دی او د دې کبله هم هر کال د سولي په خاطر دغه ډول مارشونه تر سره کیږي. د غورځنگ ویاند ویلي وان اویان وايي: «موږ هیڅ جنگ نه غواړو. موږ یوه نظامي او تسلیحاتي اروپا نه، بلکه سوسیاله اروپا غواړو.»

د سولي د دغه غورځنگ په غوښتنو کي، د وسلو د صادراتو بندیدل، د ناټو د تأسیساتو تړل کیدل، په خارج کي د الماني پوځ د ماموریتونو نه اجرأ کیدل، د نظامي تحقیقاتو توقف او د اټومي وسلو له منځه وړل شامل دي.

د یورانیمو د فابریکو سره مظاهرې

د موسټرلنډ د گروناو په ناحیه کي تقریبأ ۳۵۰ مظاهره کونکو د اورینکو په نامه یورانیمو د غني کولو د دستگاه د تړل کیدو غوښتنه وکړه. په دغه فابریکه کي داسي مواد هم تولیدیږي، چي اټومي وسلې ځیني جوړیدلای سي.

همدارنگه د راین لنډ فالس د ایالت د فلیگرهورست بویشل په ناحیه کي د الماني پوځ د قرارګاه سره هم احتجاجونه رامنځته سول. د الماني پوځ دغه ساحه یوازنی ځای دی، چي پکښي امریکايي اټومي وسلي ځای پر ځای کیږي.

اوکراین، سوریه او اسلامي دولت IS ډله

سږکال د ایستر دمارشونو گډون کونکو تر ټولو دمخه د اوکراین خطرناکه حالت، په سوریه کي دوامداره داخلي جنگونو او د اسلامي دولت IS ډلي تهدیدونو ته اشاره وکړه.

د ایستر مارشونو ۷۰ کاله دمخه د دوهم عمومي جنگ ختمیدلو یادونه هم وکړه. د دغه غورځنگ سازمان ورکونکو په ډیرو ښارونو، لکه برلین، هانوور، مونشن او نورو کي هم د مارشونو او احتجاجونو د سرته رسولو غوښتنه کړې وه.

پروسږکال د ایستر دمارشونو په جریان کي تقریبأ ۳۰۰۰۰ کسانو په مظاهرو، اعتصابونو، بایسکل چلولو مسابقو، ډله ایزو چکر وهلو او سولي جشنونو کي برخه اخیستې وه.

د ایستر مارشونه اصلأ د ساړه جنگ د زمانې څخه د تسلیحاتي مسابقې پر ضد شروع سوي دي. دغه مارشونه په ۱۹۶۸ او ۱۹۸۳ م کلونو کي د پخواني غربي المان پر وخت خپل اوج ته ورسیدل.