1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي د زياتو افغانانو د پناه غوښتونه رد شوې

۱۳۹۴ اسفند ۳, دوشنبه

د جرمني د پناه غوښتونکو او مهاجرو ادارو د شمېرو له مخي په ۲۰۱۵م کال کي جرمني ته د رسېدلو افغان مهاجرو تر نيمايي د زياتو پناه غوښتني رد شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Hzdh
انځور: DW/D. Cupolo

د آلمان د مهاجرينو د شمېرنو او ارقامو ادارې (بی.ای.ام) د معلوماتو له مخې ښکاري چې، يوازي د سږکال په جنوري مياشت کې د آلمان په ۱۶ ايالاتونو کې ۵۲۱۰۳ مهاجرو د پناه غوښتنه کړې ده. د دوی ډېری سوريايان بلل شوي دي.

د روان کال په لومړیو ديرشو ورځو کي په مجموعي ډول له ياد شوي شمیر نه، ۲۷۳۰۶ له سوریې، ۶۶۳۶ له عراق، او ۴۹۴۹ له افغانستان څخه د اسنادو په وړاندي کولو سره، په رسمي ډول په المان کې د پناه غوښتنه کړې ده. د دوی ۶۴ سلنه د پناه ورکولو پر شرایطو برابر گنل شوي دي.

په تير ميلادي کال کې په ټوله ايزه توګه د سوريې پناه غوښتونکو له جملې څخه ۹۶ سلنه ته يې مثبت او څلور سلنه ته يې د رد جواب ورکړل شوی دی. د سږکال په جنوري مياشت کې راغلي سوريايي مهاجر ټول منل شوي دي.

په تېر کال کې د عراقي قبول شویو پناه غوښتونکو شمېر۸۸،۶ سلنه او د رد شویو۱۱،۴ سلنه وو.

د سږکال له پیل راهیسي د افغان مهاجرو شمیر زیات شوی دی. تر سوريې او عراق وروسته افغانستان په دریم ځای کي راځي چې وگړي یې په اروپايي هیوادونو کې د پناه په لټه کې دي. تېر میلادي کال کې افغانستان په څلورم مقام کې وو.

د روان میلادي کال په لومړۍ مياشت کې ۴۹۴۹ افغانانو په آلمان کې د پناه غوښتنلیکونه وړاندي کړي دي. له دې جملې د ۶۹۹ کسانو د پناه غوښتني پر دوسیو غور شوی دی. د آلمان د کډوالو ادارې ارقام ښيې، چې د نوموړي شمیر څخه د ۳۳۰ تنو د پناه غوښتنه منله شوې او ۳۶۹ تنو نورو پناه رده شوې ده.

سږکال په آلمان کې د پناه غوښتونکو افغانانو شمیر، د ۲۰۱۵م کال د همدې میاشتي په پرتله پنځه برابره زيات ښيي. د تير کال په دسمبر مياشت کې د افغان پناه غوښتونکې شمېر ۴۲۰۴ تنه وو. په داسي حال کې چې د۲۰۱۶م کال په جنوري مياشت کې یعنی یوه میاشت وروسته په دغه شمیر کې ۱۷ سلنه ډېرښت راغلی.

په ۲۰۱۵م کال کې ۳۱۹۰۲ افغانانو د آلمان د پناه غوښتني ادارو ته مراجعه کړې او د پناه غوښتنلیکونه یې وړاندي کړی دي چې له دې جملې څخه د ۵۹۶۶ کسانو پر دوسیوو غور شوی دی. د آلمان د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې د دغه شمېر۴۷،۶ سلنه یې مثبت جواب اخیستی دی.

د رسمي شمېرو له مخي تير کال آلمان ته تر يو ميليون زيات مهاجر راغلي دي. دا چې څومره شمېر به په دي ټولنه کې قبليږي لا معلومه نه ده. دا ځکه چې د پناه غوښتونکو د دوسيو څېړنه،په خاصو شرايطو سره کيږي او هر کال، هغه پناه غوښتونکي چې رد کيږي بیرته خپلو هېوادونو ته استول کيږي.