1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي د عمومي ټاکنو تر مخه د ګوندونو تر منځ د يو احتمالي ايتلاف پر سر بحثونه

۱۳۸۸ شهریور ۳۱, سه‌شنبه

په المان کي ټول خلک پوهيږي چي کوم ګوند له کوم بل ګوند سره ایتلاف کوي او ددي لپاره چي د محافظه کاره ګوندونو واټن په اصطلاح له کيڼي خوا سره ورځ په ورځ لږشوی دی، نو ښه ثبات لرونکي اکثريت به يوه خواهم ترلاسه نه شي کړای...

https://p.dw.com/p/JmVd
د راتلونکي يک شنبې په ورځ په جرمني کي عمومي ټاکني دي
د راتلونکي يک شنبې په ورځ په جرمني کي عمومي ټاکني ديانځور: ProDialog

پاتي دي نوي چي دسوسيال ديموکرات ګوند په امنيتي او بهرني سياست کي دډيرو توپيرونو د درلودوله امله له کيڼ ګوند سره دټول المان په سطحه اتلاف ناممکن بللي دي .دسوسيال ديموکرات دګوند مشر مونته فيرينګ له ټاکنو څخه يوه اونۍ دمخه ويلي دي چي :

دمونږ په عقيده ټول نور ديموکرات ګوندونه له يوبل سره خبري او اتلاف کولاي شي. هغه څوک چي ځان لدي کتاره باسي بايد پدي پوه شي چي، په مجموعي ډول پدي هيواد باندي څه کوي .

مګر دسوسيال ديموکرات ګوند له کيڼ ګوند سره دايالتونوپه سطحه اتلاف کوي په برلين کي دوي له 2002کاله راهيسي اتلا ف سره کړي، او اوس په زارلند، او په تورينګن کي هم دسوسیال ديموکرات اودکيڼ ګوند ترمنځ داتلاف دکولو لپاره هڅي رواني دي . دسوسيال ديموکراتدګوند، دشنودګوند، اودکين ګوند، داتلاف په پلو دکيڼ ګوند مرکزي اداري مشر ديتمار بارش وايي:

موږ غواړو چي ددي ګوندونو دمحتوا دسره نژديوالي په هکله خبري سره وکړو. ترڅو داتلاف تړون وشي کیداي . او دتورينګن په سياست کي دبدلون دراتلو سبب شی . دپرسونل مسله ددوي ترمنځ یوه ډيره حساسه موضوع ګرځيدلي ده .ولي چي دسوسيال ديموکرات ګوند دکيڼ له ګونده څخه دايالتي لمړي وزيرله ټاکل کيدوسره په هيڅ وجه موافقه نکوي . پداسي حال کي چي دکيڼ د ګوند پارلماني ډله دسوسيال ديموکرات له پارلماني ډلي څخه ډيره ستره ده اوکيداي شي چي همدا موضوع ددوي داتلاف دنه کيدو سبب ،او دمسيحي ديموکرات اوسوسيال ديموکرات دګوندوندونو ستر اتلاف منځ ته راشي .

دازاد ديموکرات ګوند هم خپله موخه ښکاره څرګنده کړيد ه. دوي غواړي چي له محافظه کارو ګوندونوسره اتلاف وکړي خو له سوسيال ديموکرات او له شنو سره يي داتلاف کول په شدت سره رد کړيدي .وستروله وايي:

«موږ غواړو چي له مسيحي ګوندونوسره د منځنيومحافظه کارانوحکومت جوړ کړو . او موږ پدي پوهيږو چي دسوسيال ديموکرات اودشنودګوند پروګرامونه چي دوګړو په اوږو باندي زيادتره بار اچوي دمونږ له پروګرامه سره نه جوړيږي . نودهمدي لپاره موږ آزاد ديموکراتان حاضرنه يو چي سوسيال ديموکرات اودشنو ګوند ته دډيره کي دلاسته راوړلو په لاره کي مرسته وکړو.»

کيداي شي چي مسيحي ګوندونه دراتلونکي یکشنبي په ورځ دومره رايي ونشي ګټلای چي داذاد ديموکرات له ګوند سره حکومت جوړ کړاي شي اوبيا هم ستر اتلاف يعني دستروګوندونومسيحي ديموکرات مسيحي سوسيال ګوند، اودسوسيال ديموکرات دګوند ترمنځ اتلاف بيا هم جوړ شي . په هرحال داهم ناممکنه نده چي يو ګوند له ډيرو خبرو تير شي، اوله يووبل ګوند سره چي دوي ته دومره محبوب ندي اتلاف وکړي.

Fürstenau, Marcel/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل