1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي د مالياتو پر سر دعوه

۱۳۸۶ بهمن ۳, چهارشنبه

د جرمني د مالياتو محکمې د هغو کسانو چي کارو ته په موټرانو کي ځي ، د تګ راتګ د پيسو کمول د اساسي قانون خلاف وبلل ...

https://p.dw.com/p/DKGH
کارو ته په موټرانو کي تګ راتګ
کارو ته په موټرانو کي تګ راتګانځور: AP

د جرمني دغي عالي محکمې په مونشن کښي خبر ورکۍ ، چي ددې کبله ددغو کسانو دوې دعوې او قضيې د نور وضاحت دپاره د جرمني د اساسي قانون محکمې ته ليږل سوي دي . د اساسي قانون محکمه غواړي ددغه عيسوي کال تر پايه پوري پريکړه وکي .

پخوا به هغو کسانو چي کار کاوه ، د کور او کار تر منځ به يې د تګ را تګ دپاره پر کيلومتر باندي 30 سينټه اخيستلې . خو د 2007 عيسوي کال راهيسي دغه فاصله بايد تر 21 کيلو مترو اضافه وي ، څو وکولای سي ، د تګ راتګ دپاره د ماليې څخه پيسې راوګرځوي . ددغو نوو مقرراتو سره په مليونو کارکونکي مخامخ دي ، چي پخوا به يې دهغه څخه ګټه اخيستله .