1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي د مسلمانانو د هديرو خبره يوه ستونزمنه موضوع ده

۱۳۸۷ آذر ۱۰, یکشنبه

که په المان کي مسلمانان خپل مړي ښخول غواړي نو مجبوره دي چي دغه کار د الماني قانون له مخي تر سره کړي

https://p.dw.com/p/G6Ho
په جرمني کي د مسلمانانو هديره
په جرمني کي د مسلمانانو هديرهانځور: DW / Al Habbal

مسلمانان نه سي کولای چي د خپل دود له مخي خپل مړي په المان کي ښخ کړي. په المان کي د مسلمانانو د ښخېدو د دودونو په هکله ډېره کمه خبرتيا سته. ددې سره سره په المان کي د مسلمانانو خپل قبرستانونو نسته. همدا وجه ده چي تراوسه پوري لا په المان کي اوسېدونکي زيات مسلمانان خپل مړي خپلو اصلي هيوادونو ته د تدفين لپاره ليږي.

محمدعلي خان په المان کي اوسي اوپه اصل لبنانی دی. نوموړی تقريبا د اتيا کالو دی او د المان به اېسن ښار کي د خپل ده کلن لمسي و قبر ته راغلی دی. د نوموړي يو قرآن شريف په لاس کي دی او خپل لمسي ته دعا کوي. د محمد علي خان د لمسي نوم د قبر پر تخته محمود علي خان ليکل سوی دی. ددې پوښتنې په ځواب کي چي نوموړي ولي خپل لمسی په المان کي ښخ کړی دی، دی په ماته الماني ژبه داسي وايي: «مور او پلار يې دلته دي. که ما د خپل لمسی مړی د تدفين لپاره لبنان ته لېږلی وای نو هلته به څوک د دعا لپاره قبر ته نه ورتللای.»

که محمدعلي خان غوښتي هم وای نو دی به پدې نه وای توانېدلی چي خپل د لمسي مړی يې په لبنان کي ښخ کړی وای، ولي چي دی پيسې نه لري. محمدعلي خان او دده زوی دواړه بې روزګاره دي. همدا وجه وه چي د ټولنيزو مرستو ادارې دده ماشوم په تدفين کي ددوی اقتصادي مرسته کړې وه. خو په المان کي ژوند کوونکي ترکان خپل مړي ترکيې ته وړي. د ترکيه المان ته نژدې ده او په ترکيه کي مړي ښخول تر المان ارزانه تماميږي.

که څه هم زياتره ترکان د تيرو دو نسلونو راهيسي په المان کي ژوند کوي، ټوله ژوند يې دلته کار کړی وي خو کله چي يې څوک ومري نو په سلو کي يې نوي و ترکيې ته د تدفين لپاره ليږي. محمېت بالچوک د مړو د ښخولو يو شرکت لري. هغه و ترکيې ته د مړو د لېږلو په هکله وايي:«د المان په ښارونو کي د هديرې ځايونه تر اندازې ډېر ګران دي. څومره مصرف چي د يوه مړي پر تدفين دلته راځي هومره مصرف يې و خپل هيواد ته د ليږلو پروخت راځي. دلته د يوه قبر پر ځای تقريبا دوه زره ډالره مصرف راځي او همدومره مصرف يې وهېواد ته د ليږلو پروخت راځي. نو بعضي وايي چي مصرف يې يو دی نو ولي يې خپل هيواد ته يونه سم.»

نو په المان کي يوازي هغه مسلمانان خپل مړي ښخوي چي بله هيڅ لاره نه وي. او هغه مسلمانان چي د اقتصادي ستونزو له کبله خپل مړي په المان کي ښخولو ته اړ دي هغه يوازي په ځانګړي ښاري هديرو کي خپل مړي ښخولای سي. د المان په شپېته ښاري قبرستانونو کي د مسلمانانولپاره د قبرونو ځانګړي ځايونه ټاکل سويدي.

خو د مسلمانانو و دودونو ته پدغه هديرو کي لږ پاملرنه سوېده. ميوڅې يېن بالچوک د مسلمانانو د تدفين د شرکت لپاره کار کوي او پدې هکله وايي:« کله چي څوک په المان کي د مسلمانانو لپاره ځانګړي سوي هديرې وويني نو يې هيڅ باور نه کيږي چي دغه د مسلمانانو هديرې دي. د بيلګي په توګه زیات مسلمانان د کوچنیوالي څخه پدې خبره پوه وي چي بايد مړي په تابوت کي ښخ نه کړل سي. هغه پداسي حال کي چي د المان په زياتو ايالتونوکي تابوت حتمي دی.»

په المان کي د مسلمانانو د تدفين لپاره د آسانتياو لپاره ډېري هڅي تر سره سوي دي. خو د زياتو مسلمانانو په آند بايد دلته دمسلمانانو لپاره ځانګړې هديرې جوړي کړل سي.