1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي د مهاجرو د ادغام نوې طرحه

۱۳۹۴ بهمن ۲۶, دوشنبه

د جرمني مسيحي ديموکرات گوند په پام کي لري چي په دغه هيواد کي د مهاجرو د ادغام له پاره ښې لاري چاري برابري کړي. پتېيل سوې ده چي پر مهاجرو به د اقامت اجازې د محدويت پر ليرکولو باندي هم بحث وسي.

https://p.dw.com/p/1HvRk
انځور: picture-alliance/dpa/W. Grubitzsch

د مهاجرت په برخه کي د جرمني د ائتلافي حکومت د نوي قانون (د پناه غوښتني دوهمه بسته) تر تصويب وروسته اوس مسيحي ديموکرات گوند غواړي چي په ټولنه کي د مهاجرو د ادغام له پاره ښې لاري چاري برابري کړي.

د جرمني د مسيحي ديموکرات گوند دغه طرحه په پام کي ده چي نن د دوشنبې په ورځ د دغه گوند رئيسه هيئت ته د ارزوني له پاره وړاندي او تصويب سي.

د دغي طرحي اصلي ټکي: د حداقل دستمز د شپږمياشتني قانون لغو کول، د ژبي کورسونو اوږدېدل او د نامحدودي مودې له پاره د اقامت اجازې ورکول دي.

د جرمني مسيحي ديموکرات گوند په پام کي لري چي په لومړيو شپږو مياشتو کي د مهاجرو د کار په بدل کي د حد اقل دستمز قانون رعايت نه کړي. اوس په جرمني کي حداقل دستمز اته نیمي يورو دئ. د جرمني دغه گوند غواړي چي په دې سره د کار بازار ته د مهاجرو د داخلېدو شرايط برابر کړي.

خو د جرمني سوسيال ديموکرات گوند له دغه شان وړانديز سره سخت مخالفت کوي، ځکه د دوی په خبره په دې سره به د کارخانو خاوندان د مهاجرو استخدام ته مخه کړي او هغه نور چي په کار پسې گرځي له محدويتونو سره به مخامخ سي.

د مسيحي ديموکرات گوند د دغي طرحي د مسودې له مخي، دغه گوند دغه شان په پام کي لري چي مهاجر مجبوره کړي په هغو کورسونو کي شامل سي چي د ژبي او په جرمني کي د ژوند کولو په اړه تدريس ورکول کيږي.

نوموړی گوند دغه راز غواړي چي په مهاجرو کي د زده کړو حداکثر سن له ۱۸ څخه ۲۵ ته زيات کړي. ياد گوند غواړي چي د جرمني پوهنتونونو ته د مهاجرو ورتگ هم اسانه کړي.

پناه غوښتونکي به کولای سي چي د مېلمه محصل په شان د جرمني په پوهنتونونو کي برخه واخلي او اجازه ولري چي په آزموينو کي هم د نورو په شان حضور ولري.

د مسيحي ديموکرات گوند د دغي طرحي په مسوده کي دغه راز په جرمني کي مهاجرو ته د اقامت د نامحدودي اجازې ورکول هم راغلي دي چي دغه شان اجازه به په جرمني کي تر درې کاله ژوند کولو وروسته د ورکړي امکان ولري، خو په هغه صورت کي چي دوی پر ژبه حاکم وي، د دغه هیواد له قوانينو سره آشنا سوي وي او خپل د ژوندانه مصارف پخپله پرغاړه واخلي.