1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي د مهاجرو په منځ کي د الکهولو استعمال

۱۳۹۵ فروردین ۱۰, سه‌شنبه

ځیني مهاجر د الکهولو په چښلو سره په اصطلاح خپل غم غلطوي. دا هم پداسي حال کي ده چي د هغوی په سرپناوو او کمپونو کي د الکهولو استعمال منع دی.

https://p.dw.com/p/1IL9e
الکهول، سگريت او بستر
انځور: picture alliance/ZB

۱۹ کلن پاکستانی ځوان علي شان چي د بادن ورتنبیرگ ایالت د اِلوانگِن ښار په یوه کمپ کي اوسیږي، په ډیري علاقه مندی سره الکهولي مشروبات چښي. دی اکثرأ د اوونۍ په پای کي له خپلو دوستانو سره یوځای یو یا دوه بوتله ؤدکا او یا هم بل ډول شراب رانیسي او ورسره دچرگ غوښه او چپس خوري.

بیا نو هغوی د اِلوانگِن د ریل گاډی له تمځای سره کښیني او چښي یې. علي چي په ماته انگلیسي خبري کوي، وايي چي یوازي د اوونۍ په پای کي دا کار کوي. هغه له یوې نیمي میاشتي راهیسي د اِلوانگِن د مهاجرو په یوه کمپ کي اوسیږي. علي وايی چي په هیواد کي یې د شرابو چښل منع دي او هیڅ وخت دا کار نه کوي. دی اضافه کوي:«که مي پلار راباندي خبر سي، مړ به مي کړي.»

مهاجرین معمولاً الکهول نه چښي، ځکه چي اکثریت یې مسلمانان دي او اسلام هغو ته د شرابو چښلو اجازه نه ده ورکړې. خو د علي په نظر «مسلمانان هم کولای سي، یو لږ وچښي.» خو د جرمني د پناه غوښتونکو په ځینو کمپونو کي پر اسلامي عقایدو سربیره د ځوانانو په منځ کي د الکهولو استعمال ډیر رواج لري. دا کار نه یوازي د دوی تر منځ د جنگونو او کشمکشونو سبب کیږي، بلکي پخپله هغوی له خطر سره هم مخامخ کوي.

د هامبورگ د اعتیادي تحقیقاتو د مرکز مشر اینگو شېفر، خبرداری ورکوي چي «مهاجرین په هغه صورت کي چي د الکهولو په استعمال کي افراط وکړي، تر ټولو ډیر د عملي کیدو له خطر سره مخامخ کیږي، ځکه چي هغوی د ځوانۍ پرسن باندي د الکهولو په مناسب او متعادل استعمال باندي نه پوهیږي، او په دغه هیواد کي هم هر څومره غواړي په اختیار کي ورکول کیږي.»

د اِلوانگِن دپناه غوښتونکو ددغي سرپناه امنیتي کارکوونکئ نورمن شمیت، چي په خپل ټیم سره ددغه مرکز امنیت او ارمۍ غم خوري، وايي چي ددغه کمپ له تقریباً ۹۰۰ مهاجرو څخه هره ورځ شاوخوا دریمه برخه یې الکهول استعمالوي. دی زیاتوي: «هغوی له خپل نامعلومه وضعیت څخه ستړي سوي او مشکلات لري.» خو دوی ته مشکلات نه جوړوي.

هر مهاجر ته د میاشتي تقریباً۱۴۰ یورو جیب خرڅ ورکول کیږي. هغه کسان چي غواړي الکهول وچښي، همدا چي جیب خرڅ یې واخیست، له کمپ څخه وزي او له نژدې دوکانو او مغازو څخه یې رانیسي.

لکه څرنگه چي په کمپونو او سرپناوو کي د الکهولو چښل بشپړ منع دي، نو هغوی یې په چمنانو او یا سړک پر غاړو باندي څښي. ځيني مهاجر کوښښ کوي چي الکهول په قاچاقي توگه سره کمپونو ته تیرکړي. شمیت اضافه کوي: «هغوی خپل د ودکا بوتلان د کمپ د شا دېوالونو له خوا کمپ ته غورځوي او یایې په خپلو کالو کي پټوي او کوښښ کوي، داخل ته یې تیر کړي.»

د اعتیادي تحقیقاتو د څيړونکي شیفر په نظر تر اوسه پوري د پناه غوښتونکو له پاره د الکهولي مشروباتو د استعمال په اړه په جرمني کي هیڅ ډول پروگرام وجود نه لري. هغوی لا تر اوسه د جرمني د اعتیاد په سیسټم کي داخل سوي نه دي. د هغوی د ترجمانانو مصارف هم نه دي توضیح سوي . يوازي دومره کار سوی دی چي د هغوی د کمپونو لارښونکي دي دغه کسان تعقیب او ورسره خبري وکړي او د الکهول څښلو ضررونه ورته بیان کړي.