1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي د پناه غوښتونکو شمېر زيات سوی دی

محمد قاسم نوري / آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۱۵, شنبه

د جرمني د مهاجرینو مرکزي اداره د روان کال دپاره د مهاجرینو د راتلو د فيصدۍ په هکله پر خپل پخواني اټکل ټينګار کوي. د جرمني د ښارونو او ناحیو اتحادیې د « مهاجرینو د مسایلو دپاره د یوې غونډې» د جوړېدو غوښتنه کړېده.

https://p.dw.com/p/1F2ei
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen
د جرمني د نورنبیرگ په ښار کي د مهاجرینو مرکزي اداره په ۲۰۱۵ م کال کي د پناه غوښتونکو د ۳۰۰۰۰۰ نوو غوښتنلیکونو اټکل کوي. خو د آلمان ځیني ایالتونه تر دې هم د ډیرو مهاجرینو د راتگ اټکل کوي. د ايالتونو دغه اټکلونه حتی د تر نیم ملیون پناه غوښتونکو پوري خبره کوي.
د مهاجرینو د ادارې رییس مانفرید شمیت آلماني خبري آژانس ته ویلي دي چي د نیم ملیونو نوو مهاجرینو د راتگ خبره د واقعیت څخه لیري ده. د ده په خبره د مهاجرینو د لويو څپو سره مخامخ ایالتونو په جنورۍ او فبرورۍ کي د کوزوفو څخه د بې حده زیاتو مهاجرینو د راتگ محاسبه کړې ده. خو پدې منځ کي د کوزوفو څخه جرمني ته ډیر لږ مهاجرین راځي. دی اضافه کوي چي «د فبرورۍ په سر کي هره ورځ تقریبأ ۱۵۰۰ د کوزوفو وګړي آلمان ته راتلل خو اوس يې شمېر د ورځي فقط سلو تنو ته راکښته سوی دی.»
په ایالتونو کي د کډوالو شمیر لوړ سوی دی
خو د آلمان ډیر ایالتونه بیا په مارچ کي هم د ډیرو مهاجرینو د ورتگ خبره کوي. مثلأ د شلېسویگ هولشټاین ایالت ته د تیر کال عین میاشتي په مقایسه درې چنده مهاجرین ورغلي او تعداد یې ۱۰۵۶ تنو ته رسیدلی دی. د براندنبورگ ایالات د مقاماتو په حواله هم د کال په اولو درو میاشتو کي ورته ۲۸۱۲ مهاجرین ورغلي دي چي دا هم ۲۰۱۴ م کال د عین میاشتي په مقایسه درې چنده زيات دي. د بریمن په ایالت کي هم عین حالت دی. هامبورگ ته د تیرکال عین وخت په مقایسه ۲۴ فیصده اضافه مهاجرین ورغلي دي. د نورو ایالتونو څخه لا د مارچ په میاشت د ورغلو مهاجرینو ارقام ندي رارسیدلي.
د تروګليڅ په ليليه کي اور لګېدلی
د تروګليڅ په ليليه کي اور لګېدلیانځور: picture-alliance/dpa/Schmidt
په همدې دلیل اوس شمیت د خپلي ادارې د پرسونل نوراضافه کولو غوښتنه کړې ده. د ده په خبره « دا څه فایده کوي چي زموږ اداره د زرهاوو مهاجرینو دوسیې فیصله کړي، خو بیا څوک نه وي چي ژر هغو ته ویزې او د کار اجازې ورکړي.» شميت زياتوي :« په همدې ډول د رد سوو پناهندگانو د ژر خارجولو دپاره باید اضافي پرسونل موجود وي.»
د جرمني د مهاجرینو مرکزي ادارې په دې اخرو وختو کي ۶۵۰ نوي اضافه کارځایونه پلاس راوړي دي، تر څو ډیر مامورین په دغه اداره کي وگمارل سي. په همدې حال کي بیا د ښارونو او ناحیو اتحاد د مهاجرینو په باب د مرکز، ایالتو، ښارونو او ناحیو تر منځ د یوه گډ کاري پلان د جوړیدو غوښتنه کړې ده. د دغه پلان د جوړولو لپاره د يوې غونډي د جوړېدو وړانديز سوی دی.
د بلي خوا د جرمني د شرقي ایالت زاکسن انهالټ د تروگلیڅ په سيمه کي د نامعلومو کسانو لخوا د مهاجرینو پلان سوي لیلیې ته اور اچول سوی دی. دا هغه ناحیه ده چي ښاروال ته یې نوو نازیانو اخطارونه ورکړي وه او په همدې دلیل یې استعفأ ورکړې وه. پولیس گمان کوي چي دغي لیلیې ته قصدأ اور اچول سوی دی. دغه اور چي د جمعې د ورځی په ماښام اچول سوی دی، په اړه یې پولیسو خپل تحقیقات او څیړني شروع کړي دي. دغي لیلیې ته باید د روان مېلادي کال د می په میاشت کي لمړني ۴۰ مهاجرین ورغلي او ځای پر ځای سوي وای.