1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي ولي د مخدرو موادو قربانيان ډيريږي؟

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۹, سه‌شنبه

دا پنځم کال دی چي په جرمني کي د مخدرو موادو د قربانيانو شمېر زيات سوی دئ. د دغو قربانيانو ډيرو ئې مصنوعي مخدر توکي کارول. کارپوهانو په دې برخه کي د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/2cdwL
Deutschland Symbolbild Drogentote
انځور: picture-alliance/dpa/F. Leonhardt

د مخدرو موادو په برخه کي د جرمني د فدرالي حکومت استازې مارلنه مورتلر او د دغه هيواد د جنايي پوليسو مشر هولگر مونش د دوشنبې په ورځ د مخدرو موادو د قربانيانو شمېر اعلان کړ.

د دوی د معلوماتو له مخي په ۲۰۱۶م کال کي ۱۳۳۳کسان مخدرو موادو وژلي دي.

په ۲۰۱۵م کال کي په ټوله ايزه توگه د مخدرو موادو د استعمال له وجي د ۱۲۲۶ کسانو د مړيني پيښي ثبت سوي وې چي دا د هغه د تيرکال (۲۰۱۴م کال) په پرتله په سلو کي ۱۹ سلنه ډېرښت ښود. دغه بهير له ۲۰۱۲م کال راهيسي پيل سوی او هرکال پکښې زياتوالی راځي.

د کارپوهانو په باور د مخدرو موادو د قربانيانو د شمېر د ډېرښت سبب د دغو موادو خراب کيفيت او ارزانه بيه ده.

په جرمني کي د معتادانو د درملني د مرکز سرپرست رافائل گاسمن ويلي دي چي د مخدرو موادو د قربانيانو شمېر ته په کتو سره په دغه هيواد کي د «مخدرو موادو د ممنوعیت سياست» ښيي چي تر اوسه پوري په دې برخه کي گټمن نه دئ.

په اينترنيټ کي اسانه لاس رسی

د کارپوهانو په اند د نشه يي موادو د استعمال د ډېرښت يوه ستره ستونزه دا ده چي ورځ تر بلي د هغو موادو کارول ډيريږي چي له نورو نشه يي موادو سره گډيږي. دغه شان مواد په معمولي توگه په اينترنيټي پلورنځيو کي موندل کيږي.

د ۲۰۱۶م کال په راپور کي راغلي دي چي د مخدرو موادو د قربانيانو اکثرو ئې مصنوعي مواد کارول.

د جرمني جنايي فدرالي پوليس هرکال په دغه هيواد کي د مخدرو موادو د مصرف او د هغه د ناوړه اغېزو په اړه شمېرې خپروي.

زموږ له ارشيف څخه: