1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي يو شکمن طالب نيول سوی دی

۱۳۹۶ خرداد ۳, چهارشنبه

د جرمني فدرالي څارنوالۍ ويلي دي چي په دغه هيواد کي ئې يو شکمن طالب جنگيالی له يوه بهرني تروريستي سازمان سره د غړيتوب او قتل په تور نيولی دئ.

https://p.dw.com/p/2dUOr
Deutschland Razzia gegen Islamisten angeblich Anschlag auf Alexanderplatz geplant
انځور: Reuters/P. Zinken

د جرمني په کارلسروهه ښار کي د څارنوالۍ مامورينو د سه شنبې په ورځ ويلي دي چي پر دغه ۲۰ کلن افغان اميد ن. د وسلو د ساتلو له قانون څخه د سرغړوني تورن دئ، ځکه نو د هغه د نيولي پريکړه سوې وه.

ويل سوي دي چي دغه افغان چي د تيري جمعې په ورځ نيول سوی دئ، د ۲۰۱۳م کال په لومړيو کي له طالبانو سره يوځای سوی وو او د دغي ډلي له خپلو نورو ملگرو سره ئې يو افغان پوليس وژلی دئ.

د څارنوالۍ د معلوماتو له مخي دغه افغان پوليس چي مخکي نيول سوی وو د طالبانو د قوماندانانو په حضور کي پر يوه ونه باندي تړل سوی وو.

ويل سوي دي چي دغه تورن افغان شکمن طالب جنگيالی چي اوس په جرمني کي نيول سوی دغه پوليس ئې په لښتو وهلی او وروسته ئې د کلاشنيکوف ډېر فايرونه پر کړي دي.

وروسته بيا دغه ځوان دې ته تيار سوی چي ځانمرگی بريد وکړي. خو بیا ئې هم ځانمرگي بريد ته له چمتووالي ډډه کړې، لومړی ايران ته تښتېدلی او له هغه وروسته د ۲۰۱۳م کال په نوامبر مياشت کي د بالکان له لاري جرمني ته رارسېدلی دئ.

(AFP,dpa/NZ)

زموږ له ارشيف څخه: