1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي کومو مهاجرو ته د کار زمينه برابره ده؟

۱۳۹۴ بهمن ۲۶, دوشنبه

په آلمان کې داسې ویل کیږي چې هر څومره چي ژر ممکن وي مهاجر باید کار پیدا کړي. خو داسې دقیق ارقام وجود نه لري چې څومره مهاجر د کار په لټه کې او څومره یې د کار په پیدا کولو بریالي شوي دي. دغه وضعیت به ډیر ژر بدلون ونه مومي.

https://p.dw.com/p/1HvjL
انځور: picture alliance/dpa/W. Kastl

د ۲۰۱۵م کال په مني کې د مهاجرت کړکیچ له پیل راهیسې سیاستوالو او د شرکتونو مالکانو او اتحادیو ټینگار کړی دی چې هر څومره ژر چې مهاجر کار پیدا کړي هم دومره ارزښت لري.

د پیسو نړیوال صندوق مهاجرو ته حتي له حد اقل معاش څخه هم د کمي تنخوا خبره وکړه، څو په دې توگه د کار بازار ته د لاسرسي پیدا کولو په برخه کې ورته اسانتیا رامنځته شي. خو د کار په بازار کې د مهاجرو د ادغام په برخه کې تر اوسه پوري دقیق ارقام وجود نه لري. ظرفیتونه او توانایۍ یوازي تخمیني دي.

په دې برخه کې د wir-zusammen.de انټرنټي پاڼه فعالیت کوي. په دې انټرنټ پاڼه کې د آلمان ۲۶ مشهوره شرکتونه لکه ادیداس، اوپل، لوفتانزا، دویچه بانک، زیمنس، فولکس واگن او یا بوش خپلې پروژې معرفي کوي. دغه پروژۍ د زده کړې، گډي روزني او عملي کار دورې په بر کې نیسي.

بیوروکراتیک خنډونه

د دغه ابتکار تر پیلیدو مخکې د دایملر موټر جوړوني شرکت او د آلمان د اوسپنیزې پټلۍ جوړونې شرکت اعلان کړی وو چې غواړې د کار بازار ته د لار موندنې په برخه کې له مهاجرو سره مرسته وکړي.

د دایملر شرکت د تیر کال په نوامبر میاشت کې ۴۰ مهاجرو ته د کار روزنیزه دوره پیل کړه. د دایملر په حواله دغه شمیر به د روان کال په جریان کې څو سوه تنو ته لوړ شي.

د ریل گاډې اوسپنیزي پټلې جوړونکي شرکت غوښتل نه یوازي تجربه لرونکي مهاجر په یوه روزنیزه دوره کې شامل کړي، بلکې دوی د مسلکي کارکونکو په کچه و روزي.

خو د «شپیگل آنلاین» انټرنټ پاڼې په حواله دغو دواړو شرکتونو مهاجرو ته له لویو بیروکراتیکو خنډونو په ځانگړي توگه د اړینو اسنادو لکه د اقامت او کار اجازې ترلاسه کولو څخه یادونه کړې ده.

د آلمان د اوسپنیزې پټلۍ جوړوني شرکت ویاند دغي انټرنټ پاڼي ته ویلي دي چې یوازي له چارواکو او کارموندني ادارې سره د موضوع هم غږي کول په میاشتو میاشتو وخت نیسي.

د کارموندني اداره د هغو کډوالو په برخه کې چې د کار بازار ته یې لار موندلې ده هیڅ ډول شمیرې نه شي وړاندي کولای.

یوازې یو کلیک

د کارموندني چارو ادارې د تیر کال په مني کې د کمپیوټري سیستم په تغیرولو پيل وکړ. که څه هم اوس دومره کیدای شي چې په مشخص ډول یو مهاجر په کمپوټري سیستم کې ثبت کړي، خو دا کار هم خپلې ستونزي لري.

د مهاجرت قانون له مخې په لومړي قدم کې ښارونه او ناحیې مسئولیت لري چې د دوی د استوگني د ځای بندوبست وکړي او لگښتونه یې پر غاړه واخلي.

کله چې د یوه مهاجر د پناه غوښتني غوښتنلیک ومنل شي، بیا نو د کارموندني په برخه کې د آلمان فدرالي اداره مسئولیت لري. خو له بلې خوا د مهاجرو د پناه غوښتنې دوسیو ته رسیدگي ډیر وخت نیسي.

د همدې روانې میاشتې په پيل کې د کډوالو له پاره د آلمان په فدرالي اداره کې ۷۷۰ زره د پناه غوښتني داسي دوسیې موجودې وې چې رسیدگي ورته نه ده شوې.

په آلمان کې د کارموندنې اداره آلماني ژبه د مهاجرو د کارموندنې په برخه کې تر ټولو لوی خنډ بولي. د دغې ادارې په خبره ۱۵میاشتې وخت په کار دې چې یو مهاجر د کار په زار کې د ادغام شرایط پوره کړي.