په جرمني کښي دګوانتانامو دبنديانود منلو پر سر شخړه
۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۴, دوشنبهد شپيګل مجلې رپوټ ورکړی چي د ګوانتانانو د بنديانو د چارو امريکايي مسؤل، دان فريد د جرمني صدارت او بهرنيو چارو وزارت ته د 10 کسانو يولست وړاندي کړی دی . دغه کسان د هغو50 بنديانو په جمله کي دي چي د ګوانتانو د زندان د تړلو په صورت کي خپلو هيوادونو ته بيرته نسي تلای . د هغو په جمله کي چينايي ايغوريان هم شامل دي، چي په خپل هيواد کي دتعقيبيدو د خطرسره مخامخ دي .
خو د آلمان د فدرال په ايتلافي حکومت کي د امريکا دې غوښتني شخړه را پيدا کړي ده . د جرمني په پارلمان کي د مسيحي ديموکرات او سوسيال مسيحي د ګوندونو د ګډ هيأت مشر، ولفګنګ بوس بخ په جرمني کي د ګوانتانانو بنديانو ته د ځای ورکولو مخالف دی، او وايي چي دا خپله د امريکا مسؤليت او وظيفه ده چي هغوی ته پناه ورکړي . دی وايي چه ،« جرمني ګوانتانامو نه دی جوړ کړی او نه يې ددغه زندان اداره پر غاړه درلودل .
نوموړي دغه خبري د «برلينرڅايټونګ »په نامه ورځپاني ته وکړې او زياته يې کړه ، چي که چيري يوسړی بيګناه ؤ، نوولي هغه دومره وخت په ګوانتانانوکي وساتل سو،اوسمدلاسه آزاد نسو. » د مسيحي ديموکرات نوموړي سياستوال دا خبره هم وکړه ، که چيري جرمني موافقه کوي چي د ګوانتا نامو کوم يوه بندي ته پناه ورکړي ،نو ددغه هيواد دمربوطه ايالتوڅخه هم بايد پوښتنه وسي، هغه څه چي د دغو ايالاتو دکورنيو چارو وزيران ډير زيات ورته زړه نه ښه کوي .
د چين د ايغوري يوشمير پناه وړونکي د بايرن په ايالت کي اوسيږي، نو داسي هيلي څرګندي شوي چي د ګوانتانامو ايغوري بنديان کيدای سي چي د بايرن د ايالت د مرکز مونشن ته نژدې چيري وساتل سي .
ددغه ايالت د کورنيو چارو وزير، يوهاخيم هرمن په دې اړه وايی ، «پريکړنده خبره په لومړي سر کي دا ده چي د امريکا متحده ايالات ضمانت وکړي چي د دغو بنديانو له ناحيي څخه تروريستي خطرونه نه را پيدا کيږي . »
موږ په لومړي سر کي داسي فکر کوو چي دغه کسان د امريکا متحده ايالاتو د ګوانتانامو په زندان کي په ناحقه بنديان شوي نه وه . سر بيره پر دې پر دغه موضوع باندي بايد د آلمان د فدرالي حکومت د کورنيو چارو وزير غور وکړي،اوکله چي دا کار وسو، نو بيا به موږ په بايرن کي پر دې فکر وکړو چي دغو بنديانو ته ځای ورکړو اوکه نه .
خو باالمقابل د جرمني د سوسيال د ديموکرات د خارجي چارو وياند نيلز آنن په ايتلافي حکومت کي د مسيحي ديموکرات او سوسيال مسيحي ګوندونو څخه غوښتنه وکړه چي د ګوانتانامو د بنديانوموضوع له انتخاباتي مبارزي څخه وباسي .
ده وويل ، « دا نه يوازي د بشري لحاظه مهمه ده چي مونږ دغو بنديانوته پناه ورکړو، بلکه دا د آلمان پخپله ګټه هم ده ،چي که موږ په افغانستان کي د امريکا دپخواني جمهور رييس جارج دبيلو بوش د حکومت د ناکامه سياست مسؤله هم بلل کيږو. »
/ باري حکيم AP
کتونکی : محمد قاسم نوري