1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کښي هر شپږم کوچنی غريب دی

۱۳۸۷ خرداد ۸, چهارشنبه

د ملګرو ملتودسازمان د«ماشومانو دمرستی ټولني » دالمان د اتحادی جمهوريت ...

https://p.dw.com/p/E7cd
الماني کوچنيان
الماني کوچنيانانځور: dpa

ددی هيواد د ايالتونو اوښارګيو څخه غوښتی دی چی دبی امتيازه ماکوچنيانو دژوندانه چانسونه بهتره کړی ۰دلته مطلب يوازی دماشومانو بهتره مادی ژوند نه ، بلکه د دوی د تعلیم اوزده کړي کيفيت هم ددوی پر راتلونکی باندی اغيزه لری ۰ دانتيجه يونيسف دالمانی کوچنيانو دوضعی په هکله په خپل رپوټ کی اخيستی ده ۰ دارپوټ ددوشنبی په ورځ دالمان دکورنيو چارو دوزير ی فونلاين سره په ګډه په برلين کی معرفی سو۰ ددی رپوټ له مخی که څه هم دالمان اتحادی جمهوريت دکورنيو او ماشومانو سره دمرستی او دهغو دمخته بيولو دپاره ډيری پيسی لګوی او داسمه ده چی المان دنړۍد ټولو څخه لوی صادرونکی هيواد دی ، خو دټولو دتراوسه رپوټونوله مخی ، پدغه هيواد کی داوسيدونکو ماشومانودښه ژوند په برخه کی المان يوازی منځنی موقعيت لری ۰پدی رپوټ کی دکوچنيانو دوضعی څيړونکی ، پدی باندی نيوکه کوی چی : سياستوالو اوټولنی دکوچنيانو ښه ژوند ته تر نن ورځی پوری ، دټولنی دراتلونکی دتوان دمعيار په سترګه نه ګوری ۰ دکورنيو دټولنيز ژوند په هنس برترام چی دهومبولت دپوهنتون استاد هانس برترام چي ديونيسف ددغه رپوټ په جوړولو کی يي نقش درلودی ،وايی چي يونيسف پدی عقيده ندی چی يوازی د کوچنيانو داقتصادی وضعی په پام کی نيولو سره دماشومانو اوکورنۍ ښه ژوند تعريفيدلای سی ،بلکه پدی عقيده دی چی ،دماشومانو دزده کړی وړاندی تګ ،دهغو دروغتيايي وده ،ددوی د کوچني والی امنيت ، اود مور او پلار سره د کوچنيانو اړيکی دماشومانودهوساژوند مهم عناصر دی .دکورنيو دچارو وزيری ميرمن فونلاين څرګنده کړه چی په المان کی داوسيدونکو کوچنيانو له هرو شپږو تنو څخه يو غريب دی ۰اودا غربت دروو ډلو ته متوجه دی :

ديوه تن مور ياپلار لخوا روزل سو ي کوچنيان ،دهغو کورنيو ماشومان چی چی شمير يي ډير دی ، اودريم دکډوالو کوچنيان .او پدی برخه کی بايدد ځانه پوښتنه وکړو چی، دالمان داقتصادی تموجاتو د پورته تللو اودکار دځايونو دډيريدلوپه پام کی نيولو سره ، په المان کی دوضعی ښه کيدو ته څنګه رسيدای سو ۰ اوڅنګه دغو دروسرو ډلو ته دوضعی په ښه کيدوکی برخه اخيستلای سو .

ميرمن لاين پدی نظر ده چی دغو کورنيو ته دماشومانوښه پالنه اودټولی ورځي دپاره د کوچنيانو دزده کړی امکانات برابر ،ترڅوچی دوی دټولی ورځی کار دپاره امکانات پيداک ي ، دا دغريبۍ څخه دمخنيوی اود هغه څخه دراوتلو دپاره ډيره ښه لاره ده ۰ميرمن فون دير لاين څرګنده کړيده چی دماليې دوزارت لخوا د حد اقل معيشت په اړه وړاندی سوی رپوټ په اساس به په مني کښي د کوچنيانو دپيسو په اړه نوېپريکړه وس ي .دلمړی اودويم کوچني دپاره پيسی د ۲۰۰۱ کال راايسی نوری ندی ډيری سوی ۰ اوددريم او نوروماشومانو لپاره پيسېد ۱۹۹۵ کال راايسی نوری ندی زياتی شوی ،ځکه چی په المان کی دريم اوتر هغه وروسته نور کوچنيان هيرسويدی . دکورنيو چارو وزير ي څرګنده کړيده چی کوچنيان سړی نه غريبوی ، بلکه ماشومان هغه وخت غريب وی چی ميندی او پلرونه يي بيکاره وی ،اودولتی مرستی په کافی اندازه اغيزناکی نه وي .