1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جلال آباد کي د هند پر کونسلگرۍ يرغل شنډ سوی

انترفکس/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ دی ۱, سه‌شنبه

د افغانستان د ملي امنيت کارکوونکو د هغه بريد مخه نيولې ده چي کابل ته د هند د لومړي وزير ناريندرا مودي، د سفر په ورځ ترسره کېدی. په پام کي ده چي مودي به د جمعې په ورځ افغانستان ته سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/1HRgZ
انځور: picture-alliance/dpa

«indian Express» ورځپاڼي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۲۲مه) د هندي چارواکو په حواله ليکلي دي چي کابل ته د ناريندرا مودي، د سفر په ورځ تروريستانو پلان لاره چي په جلال آباد کي د هند پر کونسلگرۍ ځانمرگی بريد وکړي.

ورځپاڼي ليکلي دي چي افغان استخباراتي مامورينو د قاري ناصر، په نوم يو کس نيولی دئ، چي په ديني مدرسه کي ئې زده کړي کړي او په پيښور کي د طالبانو په يوه کمپ کي ځانمرگي بريد ته روزل سوی دئ.

په پلان کي ده چي د جمعې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۲۵مه) نېټه د هند لومړی وزير ناريندار مودي له مسکو څخه کابل ته سفر وکړي او هلته د هند له خوا افغان پارلمان ته نوې جوړه سوې ودانۍ پرانيزي.

د افغان پارلمان دغه نوې ودانۍ بايد په ۲۰۱۱م کال لا پرانيستل سوې وای، خو د ځينو کارونو د نه بشپړېدو په خاطر ئې د پرانيستلو چاري درې واري وځنډلې.

اوس د هندي ديپلوماتو په خبره د دغي ودانۍ د جوړولو چاري پر بشپړېدو دي او تلاښ کوي چي کابل ته د ناريندرا مودي، د سفر تر مهاله ئې پای ته ورسوي.

پر دې سربيره به مودي د هند د دفاع وزارت له خوا د افغانستان هوايي ځواک په اختيار کي د څلورو جنگي څرخۍ الوتکو د ورسپارلو موضوع په اړه هم خبري وکړي.

ورځپاڼي ليکلي دي چي افغان چارواکي له هند څخه تمه لري چي له دوی سره د محربوي ټانکونو او ۱۲۰ ميلي متري توپونو مرسته وکړي او دغه راز د کابل په هوايي ډکر کي د شپږو ويجاړو Ан-32 اوکراينۍ الوتکو د ترميم لگښت پر غاړه واخلي.