1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جلال آباد کي د پوليسو پر مرکز په بريد کي ۱۸ کسان وژل سوي دي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ اسفند ۲۹, پنجشنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال محمد ايوب سالنگي ويلي دي چي په دغه يرغل کي د پوليسو د يوه قوماندان په گډون ۱۰ تنه پوليس ۷ تنه يرغل کوونکي او يو ملکي وگړی وژل سوي دي. يرغل د يوه موټربم په چاودلو سره پيل سوی وو.

https://p.dw.com/p/1BT2D
انځور: Reuters

د ننگرهار ولايت وياند احمد ضيا عبدالزی ويلي دي چي پيښه نن پنجشنبه سهار (۲۰۱۴ کال د مارچ ۲۰) په جلال آباد کي د پوليسو د يوه مرکز مخ ته رامنځ ته سوې ده. د هغه په خبره لومړی په يوه ريکشا کي يو ځای پرځای سوی بم چولی او وروسته بيا د سبزيو په يوه کراچۍ کي ځای پر ځای سوی بم وچاود او وسله واله نښته پيل سوه. نښتې نزدې يو ساعت دوام کړی دی.

د ننگرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال، دويچه ويله ته وويل چي په پيښه کي لس تنه پوليس وژل سوي دي او يو شمېر نور ټپيان سوي دي. ويل کيږي چي پنځه جسدونه نور هم موندل سوي دي خو تر اوسه معلوم نه دي چي څوک دي.

تر دې مخکي بيا د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ويلي ول چي په دغه پيښه کي د دوو تنو پوليسو تر څنگ يو ملکي وگړی هم وژل سوی دی. هغه دغه راز ويلي ول چي پنځه تنه يرغل کوونکي هم وژل سوي دي او ۱۴ تنه پوليس ټپيان سوي دي.

د ننگرهار روغتون مسئولينو بيا ويلي دي چي دوی ته تر اوسه پوري د څلور تنو مړي ور وړل سوي دي.

پيښه په جلال آباد ښار کي شاهي ماڼۍ ته نژدې د پوليسو د مرکز مخي ته رامنځ ته سوې ده. په دغه سيمه کي د ولايت ودانۍ ترڅنگ د ملي راډيو تلويزيون رياست هم سته چي ويل کيږي ودانۍ ته يې زيان رسېدلی دی.

د پيښي پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستې ده. د دغي ډلي يوه وياند په پښتو ژبه رسنيو ته په لېږل سوي پيغام کي ليکلي دي چي جنگياليو يې په جلال آباد کي د پوليسو پر مرکز باندي بريد کړی دی.

وسله والو طالبانو څو ورځي مخکي خپلو ټولو جنگياليو ته امر وکړ چي د انتخاباتو د گډوډولو له پاره له هر ډول امکان څخه استفاده وکړي.

ټاکل سوې ده چي د اپريل مياشتي پر پنځمه نېټه به د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات تر سره سي. په دغو ټاکنو کي تر ټولو ستره اندېښنه د وسله والو طالبانو له خوا بريدونه دي.