1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جلال آباد کي پر پژواک خبري آژانس بمي بريد

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۲۱, پنجشنبه

په جلال آباد کي د پژواک خبري آژانس پر دفتر بمي بريد کي د پنجشنبې په ورځ دوه انسانان ټپيان سوي دي. د دغه بمي بريد مسئوليت تر اوس چا منلی نه دئ. خو د دغه خبري آژنس مسئولان وايي چي دوی ته گواښونه سوي ول.

https://p.dw.com/p/1Fffm
انځور د بلي پيښي دئ
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د پژواک خبري آژانس رئيس دانش کړوخېل خبري رسنيو ته ويلي دي چي دوی ته څو واري د ياغيانو له خوا د ځينو خبرونو د خپرولو په اړه گواښوونه سوي ول.

کړوخېل رويترز خبري آژانس ته ويلي دي: «موږ څو واري د ياغيانو له خوا د خبر ورکولو په برخه کي گواښل سوي يو.» د هغه په خبره افغان حکومت بايد د ژورناليستانو د ساتني په برخه کي جدي اقدامات وکړي.

د ننگرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي ويلي دي چي پوليس ئې په اړه پلټني پيل کړي دي او دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي پر دغه آژانس باندي ولي بمي بريد سوی دی.

د دغي پيښي مسئوليت تر اوسه پوري چا پر غاړه نه دی اخيستی.

افغانستان له هغو هيوادونو څخه دئ چي په جنگ کي د ښکېلو اړخونو تر منځ په تاوتريخوالي کي ډېرو ژورناليستانو ته مرگ ژوبله اوړي.

د ژورناليستانو د نړيوال فدراسيون د کلني راپور له مخي يوازي په ۲۰۱۴م کال کي په افغانستان کي ۹ ژورناليستان وژل سوي دي.

په نړۍ کي د ژورناليستانو له پاره تر ټول خطرناکه هيواد پاکستان او سوريه ښوول سوي او وروسته بيا افغانستان او فلسطين راځي چي تر ټولو ډېر خبريالان پکښي وژل کيږي.

د بې سرحده ژورناليستانو ټولني له خوا په نوي خپاره سوي رپوټ کي چي په نړۍ کي د مطبوعاتو د آزادۍ وضعيت پکښي څېړل سوی، راغلي دي چي په ۱۰۸ هيوادونو کي د رسنيو وضعیت نور هم خراب سوی دئ.