په جلال آباد کې د ملالۍ جويا په پلوي مظاهره وشوه
۱۳۸۶ خرداد ۴, جمعهاعلان
مظاهره چيان په جلال آباد کې د ملگرو ملتونو دفتر ته ولاړل او د ولسي جرگې د غړې ملالۍ جويا په ملاتړ يې يو ليک کښلی و چې د ملگرو ملتونو کارکونکو ته يې ورکړ. لاريونکونکو په دې ټينگار کاوه چې ولسي جرگه د هغې د گوښه کولو حق نه لري ځکه چې آغلې جويا په فراه کې ولسي جرگې ته انتخاب شوې ده. د پنج شنبې په ورځ داسې ورته لاريونونه په فراه کې هم تر سره شوي وو.