په جمرود کي ځانمرگي بريد ۶ کسان وژلي
۱۳۹۴ شهریور ۱۰, سهشنبهدغه ځانمرگی بريد د خيبر په جمرود ښار کي له افغانستان سره سرحد ته نژدې نن د سه شنبې په ورځ په داسي حال کي سوی دئ، چي هلته د پاکستان پوځ له خوا عمليات روان دي.
د خيبر د قبائیلي سيمي يوه لوی چارواکي شهاب علي شاه، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «ځان مرگي بريد کوونکي د سيمه ييزي ادارې د دفتر په دروازه کي ځان والوزاوه ۶ کسان ئې ووژل او ۱۳ نور ټپيان دي.»
هغه ويلي دي چي په وژل سوو کسانو کي ۴ کسه قبايلي ملېشې دي او تر ۱۵ زيات کسان ټپيان سوي دي چي د څلور ټپونه ژور دي.
د بريد مسئوليت تر اوسه پوري چا پر غاړه نه دی اخيستی. خو طالبانو او نورو افراطي ډلو څو واري د قبائيلي سيمو پر سيمه اييزو ادارو يرغلونه کړي دي.
له افغانستان سره په سرحد ۷ نيمه خودمختاره قبائيلي سيمو کي له کلونو راهيسي وسله وال طالبان او نوري ډلي کښته پورته کيږي.
د پاکستان پوځ له نژدې يوه کال راهيسي په دغو سيمو کي پوځي عمليات پيل کړي، څو د وسله والو ډلو پټنځايونه له منځه يو سي، خو تر اوسه لا عمليات بريالي اعلان سوي نه دي.