1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جنوبي افريقا کي پارلماني ټاکني تر سره سوې

سيد ریاض/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۸, پنجشنبه

د جنوبي افريقا په پارلماني ټاکنو کي لکه څرنگه چي يې تمه کېده له دوو لسيزو راهيسي واکمن گوند «ANC» د پام وړ مخکي دی. اپوزيسيون د لاسته راوړنو ادعا کوي. د لومړيو شمېرو له مخي د ملي کنگرې گوند زیاتې رایې تر لاسه کړي دي.

https://p.dw.com/p/1BvRm
انځور: picture-alliance/dpa

د جنوبي افريقا د پارلماني ټاکنو د يو پر دريمه برخه رايو تر شمېرلو وروسته د افريقا د ملي کنگرې گوند (ANC) په سلو کي ۵۹ رايي گټلي دي.

د جنوبي افريقا د جمهور رئيس جاکوب زوما گوند، د چهارشنبې ورځي د پارلماني ټاکنو د رايو ورکولو ترمخه لا ويل کېده چي د دغه گوند بريا يقيني ده. د اپوزیسیون لبرال گوند «دیموکراتیک ائتلاف» د اوسنیو شمیرل شویو رایو له مخې ۳۰ سلنه رایي خپلي کړي دي.

نوي کیڼ اړخه رادیکال گوند چې «د اقتصادي آزادۍ له پاره» مبارزه کوي، کابو څلور سلنه رايي خپلي کړي دي. د ۲۰۰۹م کال په ټاکنو کې د افریقا د ملي کنگرې گوند د ۶۶ سلنه رایو په تر لاسه کولو سره د ټاکنو گټونکي شوي ول، په داسې حال کې چې دیموکراتیک ائتلاف ۱۶،۶ سلنه رایې گټلي وې.

په جنوبي افریقا کې د اپارتاید یا نژاد پالني تر دورې وروسته د پنځم ځل له پاره د آزادو ټاکنو د ترسره کیدو پر مهال د جنوبي افریقا پر شاوخوا ۲۵ میلیونه وگړو باندي غږ شوی وو چې په ټاکنو کې گډون وکړي. په پام کې ده چې د دغو ټاکنو رسمي پایلې به د جمعې په ورځ اعلان شي.

د جنوبي افریقا د تور پوستو ملاتړ

د افریقا ملي کنگره په ۱۹۹۴م کال کې د اپارید سیستم له ختمیدو راهیسې د جنوبي افریقا د صنفي اتحادیو د ائتلاف او له کمونست گوند SACP سره په گډه ائتلافي حکومت کوي. په دغه هیواد کې د ټولنیزو سترو ستونزو، د جنایي جرمونو د لوړي کچې او مخ پر زیاتیدونکي اختلاس سره سره، لوی اکثریت چې زیاتره یې تورپوستان جوړوي، د نلسن مندیلا له خوا د تأسیس شوي گوند ملاتړ کوي. نیلسن مندېلا د تیر کال په دسمبر میاشتې کې ومړ.

د خبریالانو د رپوټونو له مخې د دغه هیواد په ټولو برخو کې د ټاکنو بهیر په سوله ییز ډول پای ته رسیدلی دی. د پولیسو د خپلو معلوماتو له مخې په بېلابېلو ځایونو کې یې ۹۷ تنه چې د ټاکنو د اخلالولو هڅه یې کوله نیولي دي. د جنوبي افریقا ملي کنگرې د معلوماتو له مخي په دغه ترڅ کې د دوی یو تن غړی د کوازولو نتال ولایت په یوه سیمه کې وژل شوی دی. د جنوبي افریقا ملي کنگرې د دغه کار پړه د اپوزیسیون، پر ډلي باندي اچولې ده.

اپوزیسیون په ټاکنو کې بې نظمۍ په گوته کوي

د دیموکراتیک ائتلاف مشر هیلن زیلي، په ټاکنو کې د ډیر شمیر بې نظیمو په اړه شکایت کړی دی. د اپوزیسیون نوموړي سیاستوال په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې د رایې ورکولو ډیر مرکزونه تر ټاکلي وخت ډیر ناوخته پرانیستل شوي دي او په یو شمیر مرکزونو کې کافي رایې پاڼې او صندوقونه موجود نه ول. خو هغه د شکایتونو اندازه په گوته نه کړ. خو هغه دا امکان نه دی رد کړی چې د ټاکنو د پایلو په هکله به حقوقي اعتراض وکړي.