1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جنوبي سوډان کي بيا اوربند اعلان سو

afpe, APE, rtr۱۳۹۳ بهمن ۱۳, دوشنبه

د جنوبي سوډان جمهور رئيس سلوا کير (ښی) د ياغيانو له مشر مشار سره بيا د يوه اوربند موافقه لاسلیک کړې ده، چي په دغه هيواد کي وژني پای ته ورسيږي. تر دې دمخه څو واري دغه شان هڅي ناکامه سوي دي.

https://p.dw.com/p/1EUFz
انځور: Getty Images/Zacharias Abubeker/Ashraf Shazly/Montage

د جنوبي سوډان جمهور رئيس سلوا کير او د هغه پخوانی مرستيال او اوسنی د ياغيانو مشر ريک مشار د ايتوپيا په آديس آبابا کي د څلور ورځنيو خبرو پرمهال يوې مهمي موافقې ته سره رسېدلي دي. خو يوه اصلي پوښتنه چي په راتلونکي کي به واک څه ډول وېشل کيږي؟ ناحله پاته ده.

په سوډان کي مخالف اړخونه په دغه نوی تاسيس سوي هيواد کي د وينو تويولو د مخنوي له پاره نوي تلاښونه پيل کړي دي.

دا دريم وار دی چي په دغه هيواد کي «د سولي تړون» رامنځ ته کیږي او اووم وار دئ، چي اوربند اعلانيږي.

د جنوبي سوډان جمهور رئيس سلواک کير او د هغه پخوانی مرستيال او د ياغيانو اوسنې مشر ريک مشار د يکشنبې په ماښام د يوه اوربند پر سر موافقې ته سر رسېدلي دي.

د سولي د خبرو اترو د منځگړي مشر سيوم مسفين، ويلي دي چي اوس تلاښ دا دی چي په بشپړه توگه جنگ ختم سي.

په دغو خبرو اترو کي منځگړو په راتلونکې کي د واک د ويش په اړه وړانديز کړی دئ، چي جمهور رئيس سلوا کير دي پر خپلي چوکۍ پاته سي او د هغه مخالف ريک مشار دي بيرته د هغه مرستيال سي. د فيبرورۍ مياشتي پر ۲۰ به بيا خبري اتري پيل سي.

جنوبي سوډان په ۲۰۱۱م کال کي له سوډان څخه خپلواکي واخيسته، خو دغه هيواد د ۲۰۱۳م کال له دسمبر مياشتي راهيسي په سخته کورنۍ جگړه کي ښکېل دئ.

د دغه جنگ پيل د کير او مشار د مخالفتونو څخه پيل سو. کير له خپلي مرستيالۍ څخه مشار په دې تور ليري کړ، چي گويا د هغه پرضد يې کودتا پلان کړې وه.

په دغه کورنۍ جنگ کي تر اوسه پوري په لسونو زرو انسانان وژل سوي دي. دغه کورني جنگ په جنوبي سوډان کي سخته لوږه هم رامنځ ته کړې ده.